The news is by your side.

بلاخره تا، لبانو د چین سره د کانونو د استخراج په هکله سپینه خبره وکړه

خبريال وېبپاڼه: بلاخره تا، لبانو د چین سره د کانونو د استخراج په هکله سپینه خبره وکړه؛ د تا، لبانو ویاند ذبیح ا م نن د هغه خبرونو په هکله غبرګون وښود چې څو ورځې کېږي په نړيوالو او کورنيو رسنيو کې د افغانستان د کانونو اړوند کېږي، نوموړي وويل چې د افغانستان او مني ترمنځ د افغانستان د مسو او ليتيومو په هکله هېڅ ډول قرارداد نه دی لاسلیک شوی.

ذبیح ا م بيا افغانستان ته د چین د پانګوالو سفير تایید کړ او ویې ویل چې د چين څخه څو ځله افغانستان ته پانګوال راغلي دي او د کانونو د استخراج په هکله ورسره خبرې هم شوې دي خو په دې هکله تراوسه کوم تړون نه دی لاسلیک شوی.

نوموړي زياته کړه چې دوی د افغانستان د کانونو د استخراج هرکلی کوي ترڅو د هېواد په اقتصاد مثبت تاثیر وکړي او پخپله پکې افغانانو ته د کار زمينه برابره شي خو تراوسه پورې په دې هکله د کوم لوري سره تړون ته نه يو رسېدلي.

تر دې وړاندې فاينېنشل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی و چې چيني پانګوال افغانستان ته تللي دي او هلته يې د تا، لبانو سره د افغانستان د مسو د ترټولو ستر کان چې د کابل په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی خبرې کړي دي.

چين او تا، لبان په داسې حال کې د کانونو د استخراج په هکله د مذاکراتو خبر تاییدوي او د تړون د ترسره کیدو خبره ردوي چې افغانستان په سخت اقتصادي حالت کې قرار لري،په ځانګړي ډول د افغانستان پولي واحد افغانۍ په چټکۍ ارزښت له لاسه ورکوي او د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو کچه ورځ تر بلې کمېږي.

Comments are closed.

koi finance