The news is by your side.

بېګ باش: د راشد لوبډلې له نبي بدل واخیست

خبریال وېب پاڼه: د آسټراليا د سوداګریزو لوبو په ‍۶مه لوبه کې د راشدخان اړوند اډلیډ سټرایکرز لوبډلې د نبي او ظاهرخان اړوند له ملبورن رینګېډز لوبډلې بدل واخیست.

په دې لوبه کې اډلیډ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

شارټ ۳۲ او ویلس ۳۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د نبي اړوندملبورن رینګېډز لپاره ریچارډسن ۴، ریس ټوفل  ۳ او افغان لوبغاړي ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

ملبورن رینګېډز ټاکل شوي هدف ته ځان ونه شو رسولی او ټوله لوبډله یې په ۱۰۰ منډو وسوځېده.

د ملبورن له لورې هارپر ۳۳ او میکنیزي هاروي ۱۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

بل لورته بیا د اډلیډ سټرایکرز لپاره ویس اګیر ۳، او افغان لوبغاړي راشد خان لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي د خپلې لوبډلې لوبډلمشر او راشدخان بیا د خپلې لوبډلې پياوړی ورو توپ اچوونکی دی.

وېسټ اګر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي په ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې د محمدنبي اړوند لوبډلې د راشدخان اړوند لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

د اسټراليا بېګ باش لوبې، چې شاوخوا یوه اونۍ کې پیل شوي په کې د راشد، نبي، او ظاهرخان ترڅنګ مشهور افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ هم لوبېږي.

Comments are closed.

koi finance