عام خلک: تالبان ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه خنډ سره مخ کوي
خبریال وېب پاڼه: د ننګرهار اوسېدونکي د برېښنايي تذکرو د وېش په پروسه کې د یوشمېر تالب ځواکونو له لاسوهنې شکایت لري.
دوی د خبریال مرکزي څانګې ته په رالېږل شویو پیغامونو کې ویلي، چې یو شمېر تالبان په حوزو کې له وسلو سره ننوځي او د مامورينو د کارونو له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
د ننګرهار يوه اوسېدونکی، د نوم نه خپرولو په شرط خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې د برېښنايي تذکرو د وېش له لومړۍ ورځې تر دې دمه په زیات شمېر مامورين نور په ښه زړه له دې امله کار نه کوي، چې له یوه لوري يې د معاش برخلیک نه دی معلوم او بل لورته یې پر دوی حاکم تالبان په یوه او بل نوم ځوروي.
د دې پروسې مراجعین وایي، که تالبان د دوی د کارونو پر وړاندې خنډ ګرځي او کارونه یې ځنډوي نو دا به د دوی لپاره هم ښه تمام نشي.
دوی چې نه یې غوښتل نومونه يې خپاره شي وایي، که چارواکي د دې کار غمه ونکړي نو دوی به یې پر وړاندې پر سوله ییزو لاریونونو لاس پورې کړي.
۷۰ کلن عبدالله کاکا، چې د تذکرې د اخيستو لپاره د جلال اباد ښار ۳ یمې څانګې ته یې مراجعه کړې وایي: « تالبان د خلکو د ځورنو ترڅنګ دلته تجارت شروع کړی، د ننه یې څوکۍ ايښي او هرڅوک چې سکرین والا موبایل راوړي ترې اخلي او د ساتنې به بدل کې ترې په زوره لس افغانۍ اخلي. که پيسې ورنکړي مرکز ته يې نه پرېږدي».
عبدالله کاکا وایي له یوه لوري د تذکرو بیې لوړې شوي او بل لورته دوی هم په یوه او بله پلمه له خلکو پیسې اخلي، چې دا هم د خلکو لپاره یو له ستونزو ډک کار.
هغه زیاتوي که د ننګرهار ولایت او امنیه قومنداني د دې کار مخنیوی ونه کړي نو ښایي ګڼ خلک له دې ملي پروسې لاس واخلي او دې کار ته زړه ښه نه کړي.
په ورته وخت کې بیا په ننګرهارکې د برېښنا يي تذکرو د دوو څانګو یو شمېر مامورينو هم دا ستونزه تائيد کړه.
دوی، چې مستعار نومونه عبدالله او محبت ښيي وایي، دوی د برېښنایي پېژندپاڼو په لومړۍ او درېيمه څانګه کې کار کوي.
دوی زیاتوي، یو شمېر تالبان، چې له مکتوب او پېژندنې پرته د دوی پر څانګو حاکم شوي هره ورځ بې شمېره دوسیې ورته راوړي څو یې کارونه ور خلاص کړي او که یې کارونه ونکړي نو د وهلو ډبولو او له کاره د ويستلو ګواښ ورته کوي.
یاد مامورین وايي، دوی په تېر حکومت کې د ورځې تر زرو تنو ته کار کاوه خو اوس د تالب ځواکونو د لاسوهنې له امله د ورځې تر ۲۰۰ دوسیې کتلی او کارونه یې خلاصولی شي.
د دوی په خبره د ځان له وېرې اوس لوړپوړو چارواکو ته هم شکایت نشي کولای، ځکه دلته ورته حاکمو تالبانو ګواښونه کړي دي.
هڅه مو وکړه، چې د دې ستونزو په تړاو ولایتي اداره هم وغږوو او نظر یې راواخلو خو له هڅو سره سره بریالي نشو.
د یادونې ده، چې د تالبانو له واکمنېدو ورسته د یادو تذکرو د وېش پروسه ودرېده خو يوه اوونۍ وړاندې په جلال اباد کې دا پروسه بېرته پيل شوه.
Comments are closed.