The news is by your side.

ملګري ملتونه: افغانستان کې له هرو لسو کورنیو ۷ یې په پور خواړه اخلي

خبریال وېب پاڼه: ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د یاد سازمان د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی او ملیونونه افغانان دمګړی خوړو ته حیران دي.

د سرچینې په خبره، چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو ۷ یې خپل خواړه په پور اخلي او زیاتوی، چې دا مسئله اقتصادي وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

د خوړو نړیواله اداره وایي، چط په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د ملیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې هم په افغانستان کې پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د مرستو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم نړیوال د افغانانو پر حال اندېښنه ښيي، خو د تالبانو د ح ق اني شبکې يوه لوړ پوړي غړي انس حق اني تېره ورځ په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر خبره هسې تبلیغات بللي وو.

هغه له بي بي سي تلوېزیون سره د مرکې پرمهال ویلي وو، چې روزي ورکوونکی خدای دی او هېڅکله هم څوک د لوږې له کبله نه دي مړه شوي.

ا ن س ح قاني زیاته کړې، چې خدای انسان ته روزي په هر ډول رسوي، ان په وښو خوړلو یې هم ژوندی ساتي.

د نوموړي دا خبره، چې ملیونونه افغانان یې وښو خوړو ته هڅولي وو له سخت ولسي غبرګون سره مخ شو.

په زیات شمېر افغانانو له ټولنیزو رسنیو کې د تالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې که خلکو ته مرسته نشي رسولی ملنډې دې پرې نه وهي.

Comments are closed.

koi finance