The news is by your side.

د امریکا له لوري ويستل شوي افغان کډوال کمپونو کې ستونزو سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: بهرنۍ رسنۍ وایي، چې د امریکا له لوري ویستل شوي افغان کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز هغه کډوال، چې له دغه کمپونو ویستل شوي دي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سرچینې په خبره، چې دوی لا هم د سرپنا له نشتوالي سره مخ دي، د توکو ګرانۍ یې ژوند سخت کړی دی او هڅه کوي، چې په لرو پرتو کلیو او سیمو کې د ټيټې بیې کورونه د اوسېدو لپاره پیدا کړي.

نیویارک ټایمز سره یو شمېر کډوالو په مرکه کې ویلي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له امریکايي حکومت یې غوښتي،چې د دوی پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.

په ورته وخت کې ځینو کډوالو بیا له خبریال وېب پاڼې سره په خبرو کې وویلې، چې څنګه چې د دوی تمه ده هسې یې پوښتنه نه کېږي او له همدې امله په هره برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي، ډېرکله د امریکا له لوري ورکول شوې پیسې د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي نو اړ دي، چې له افغانستان یا له نورو هېوادونو چې ملګري یې هلته میشت دي، مرسته وغواړي.

هلته مېشتو افغانانو له امریکا وغوښتل، چې د دوی ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د دوی اړتیاوو ته په کتو یې لاسنیوی وکړي.

د یادونې ده، چې د دسمبر په ۴ مه امریکا د هغو کسانو وروستۍ شمېره اعلان کړه، چې د تخلیې له ماموریت راهیسې یې له افغانستان ایستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو،چې دوی د روان کال له پیله شاوخوا ۹۵ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي.

له دې ډلې ۷۴ زره یې د تخلیې ماموریت له پیلېدو راهیسې له افغانستان ایستل شوي دي.

امریکا وایي چې په دې کې ګڼ داسې کسان شته چې د امریکا د دایمي اوسېدو اسناد یې لرل یا ځانګړې وېزې ورته وتلې وې او زرګونه بیا داسې دي، چې د تخلیې په ماموریت کې راوتلي او هلته یې ژوند ته خطر و.

امریکا وایي چې تر دې دمه یې د افغانانو د ایستلو ماموریت نه دی درولی او په خبره یې دا لړۍ به روانه وي.

Comments are closed.

koi finance