The news is by your side.

وسله والو کسانو غزني کې د يوه خصوصي پوهنتون رئيس شهید کړی

خبریال وېب پاڼه:  د هېواد په مرکز او ولایتونو کې لاهم خلک د مرموزو او هدفي وژنو قرباني دي.

تازه ځايي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې وسله والو کسانو په غزني ولایت کې د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي پوهنتون رئیس شهید کړی دی.

سرچینه وایي شهید کړای شوی شخص ډاکټر معراج وقار نومېږي.

د مالوماتو له مخې ناپېژانده وسله والو یاد کس  ۳ اوونۍ وړاندې تښتولی وو او تېره ورځ ناوخته يې مړی موندل شوی دی.

تالب چارواکي بیا له دې پېښې ناخبره دي او نه هم په دې تړاو خبرې کوي.

د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی او نه یې هم د وژنې لامل څرګند دی.

د مرموزو وژنو لړۍ په داسې مهال دوام لري، چې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د بخښنې نړیوال سازمان په ټینګار سره وویل، چې تالو په وروستیو کې د دغه ډول روښانه خلکو د مرموزو وژنو لړۍ چټکه کړې، چې مخنیوی یې باید وشي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څو ورځې وړاندې د البیروني پوهنتون رئیس هم د تالبانو له ناسم چلند نه شکایت درلود او استعفاء یې وکړه.

نوموړي هم په خپلو خبرو کې په ښکاره ويلي، وو چې د تالبانو له لوري البیروني پوهنتون ته ټاکل شوی استازی دی ګواښي او که پر ده څه وشول مسوول یې تالبان دي.

 

Comments are closed.