The news is by your side.

روسیې تالبانو ته ګواښ وکړ، قدرت به له لاسه ورکړئ

خبريال ويب پاڼه/ دا به لومړی ځل وي چې روسيه پر تالبانو سخت انتقاد کوي تر دې وړاندې دا هېواد د تالبانو ملاتړی بلل کيدی.
د تالبانو له لوري د کابل د نيول کېدلو تقريباً ۴ مياشتې وزي چې له هغه وروسته هیڅ یوه هېواد دا ډله او د دوی حکومت په رسميت نه دی پیژندلی.
د کابل لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې تالبانو ته په قهر شوی او ويلي يې دي چې دا ډله دي پر خپلو تعهداتو باندي ودريږي.
د روسیې ځانګړي استازي کابلوف خبرداری ورکړی که چیرې تالبان په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ نه کړي نو قدرت به بيرته له لاسه ورکړي.
هغه وويل چې، تالبان دي د دوحې تړون عملي او يو ټولشموله حکومت دي جوړ کړي.
د تالبانو له لوري د اوسمهال لپاره د دوی په وینا موقت حکومت جوړ شوی او يو شمېر چارواکو يې وړاندې وروسته ويلي چې دوی يو ټولشموله حکومت جوړوي.
تراوسه پورې تالبان په دې نه دي توانيدلي چې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ او رضايتونه رامنځته ته کړي ولې په خپلو تعهداتو کې يې ویلي چې د دوی دولت به د ټولو قومونو د اتحاد هنداره وي خو داسې نه ښکاري.
پر تالبانو ملګرو هېوادونو ګذارونه وکړل
روسیې او پاکستان دواړؤ پر تالبانو ګذارونه وکړل پاکستان اندیښنه څرګنده کړه چې افغانستان ښايي په راتلونکي کې د نړيوالو ترهه ګرو په مرکز بدل شي، روسیې تالبانو ته ګواښ وکړ که چېرې ټول شموله حکومت جوړ نه کړئ نو قدرت به مو له لاسه ووزي دا دوې مهمې خبرې او پيغامونه تالبانو ته په کار دی چې په ټولو برخو کې ګامونه پورته کړي
که تالبان روسيه او پاکستان له لاسه ورکړي داسې به شي لکه نیمايي نړيوال مشروعيت چې له لاسه ورکړي ځکه همدا روسیه او پاکستان دی چې تالبان يې په يو شمېر حدودو کې ساتلي او که دا هېوادونه نه وای نو تالب به هم دومره نه وای

Comments are closed.

koi finance