تالبان: د خدای لپاره وجنګيدو خو اوس معاش غواړو
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له لوري اوس دې ته زړه ښه کيږي چې بايد تنخوا ولري او د نورو دولتي مامورینو په څیر مياشتني حقوق ولري.
دوی ويلي چې د خدای ج لپاره وجنګېدل خو له بريا وروسته اوس غواړي چې مياشتنۍ تنخوا ولري.
يو شمېر تالب جنګياليو برتانيايي ورځپاڼې تلګراف ته ويلي چې دوی کلونه کلونه مفت وجنګيدل.
يوه تالب وويل چې پوره پنځه کاله بغير له امتياز د تالبانو په ګټه و جنګيد خو له دې وروسته مالومه نه ده چې څومره لا هم بغير له معاشه تالبانو سره پاتي شي.
په افغانستان کې په عمومي ډول کمزوری معيشت او کمبود اقتصاد او په ورته وخت کې بې کاري ټول ملت له ستونزو سره مخ کړی، ځکه نو که تالب دی او هرڅوک دی مجبور دي چې د ژوند تيرولو لپاره څه پلان ونيسي.
تالب او د افغانستان راتلونکی
تراوسه پورې مالومه نه ده چې افغانستان به ځنګه کيږي مهمه خبره داده چې بايد د هېواد د راتلوونکي لپاره څه وشي، خو د تالب راتلوونکی هيڅ مالوم نه دی چې هېواد او ملت ته به څه وکړي تراوسه پورې د تالب له راتګ څخه شاوخوا څلور مياشتې تيريږي خو دا هېواد ورځ تر بلې کمزوری شوی دی ورځ تر بلې د هغه افغانانو د لوږې کچه چې د فقر تر خط لاندې راځي ډيريږي، د ملګري ملتونو د تازه احصايې له مخې ۲۳ ميليونه افغانانو خوراکي توکو ته لاس رسی محدود شوی او دا شمیره لا هم مخ وړاندې روانه ده.
تراوسه پورې يوازي تالب د نړۍ پر څرګندونو اکتفا کړې او د هغوی سره یې ناره بدرګه چې افغانان وږي دي او بايد مرسته ورسره وشي.
اوس که تالب مفت کار نه کوي پیسې دوی لري نه ځکه نو وارخطايي او بده د تالب لپاره دا ده چې له څه وخت وروسته ښايي نور خپل جنګیالي هم له دې ډلې څخه ولاړ شي.
Comments are closed.