The news is by your side.

جلال آباد: د تالبانو او انسان تښتوونکو په جګړه کې زرګر هم ووژل شو

خبریال وېب پاڼه: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د نن سهار د جګړې تازه حال را څرګند شو.

د دې ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې په جلال ابادښار کې د یوه تښتول شوي زرګر، ۳ انسان تښتوونکو او یوه تالب سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي، چې د تالبانو د ملي امنیت ځواکونو نن سهار وختي د دغه ولايت د مرکز جلال اباد د لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د وسله والو انسان تښتوونکو پر یوه پټن ځای عمليات کړي.

د سرچینې په خبره د عملیاتو پرمهال وسله وال مقاومت شوی او په پایله کې ۳ انسان تښتوونکي وژل شوي او دوه انسان تښتوونکي د شپږ ميله سپکو او درنو وسلو او یو شمېر چاودېدونکو توکو سره ژوندي نيول شوي دي.

د سرچینې په حواله په دې عملیاتو کې یو زرګر چې انسان تښتوونکو له وړاندې تښتولی وو هم وژل شوی دی.

دا چې زرګر د چا په ډزو کې وژل شوی لامعلوم نه دی.

بل لورته بیا تالبان د خپل یوه ملګري د وژل کېدو خبره هم تائيدوي.

دا نښته داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي.

تېره ورځ هم یو صراف د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی، چې نن یې په اعتراض کې د جلال اباد ښار صرافانو خپل دوکانونه تړلي.

Comments are closed.

koi finance