The news is by your side.

تالبانو ته په کتو امریکا افغانستان کې خپل سفارت نه پرانېزي

خبریال وېب پاڼه: د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او  تالبان په خپلو کې یوه هوکړه لري، چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي.

نوموړی وایي خو یادې هوکړې ته په کتو داسې ښکاري چې تالبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي.

دپتريوس په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار زمینه برابرول او د بشري حقونو رعایت کول تر ټولو مهم شرطونه دي.

نوموړی وایي له لومړي سره دا ممکنه نه ده، چې متحده ایالت دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د هغه په خبره که دا کار وشي بیاهم له دې سره سره به هم امریکا خپل سفارتي فعالیتونه په افغانستان کې پيل نه کړي.

سرچینه دغه راز وایي، چې دمګړی تالبان مهم تجهیزات او وسلې په واک کې لري، خو که احتیاط ونشي په راتلونکو میاشتو کې یې د خرابېدو امکان شته.

نوموړی زیاتوي یادې وسلې ښايي د پرزو او امکاناتو د نشتوالي له امله له کاره ولوېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تالبانو څو ورځې وړاندې هيله ښودلې وه، چې امریکا دې بېرته افغانستان ته راشي او د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.

د یادونې ده، چې د تالبانو د حکومت له راتګ شاوخوا څلور میاشتې ووتې خو لاهم دوی د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي او نه هم د رسمیت پېژندلو هېلې شته دي؛ ځکه دوی لا هم هغو شرایطو ته ژمن نه دي، کوم چې د دوی د رسمیت پېژندلو پروسې سره مرسته کولای شي.

Comments are closed.

koi finance