شاهين د امريکا په وړاندې سختې خبرې وکړې
خبريال ويب پاڼه/ په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر غړي او وياند سهېل شاهين د امريکا په وړاندې سختې خبرې وکړې او د بنديزونو دوام يې پر افغان ملت خورا ظلم وباله.
شاهين وويل چې د امريکا له لوري روان بنديزونه د ټول افغان د مجازات په معنی دی او دا هيڅ د بشر حقونو د ملاتړ په معنی نه دی او امريکا بايد له دې کار څخه لاس واخلي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو يو شمېر فعالانو هم له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادي کړي، ترڅو د افغانستان اوسنی بشري وضعيت سم او افغانان هوسا شي.
تيره ورځ په کابل کې یو شمېر ښاريانو لاريون وکړ او له امريکا څخه يې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، دوی وويل چې افغانان په سخت وضعيت کې دي او امريکا دي لومړی بايد دې وضعيت ته په پاملرنه يادې پيسې ازادې کړي.
د امريکا د کانګرس يو شمېر غړو هم وويل چې امريکا دي د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د ښه کولو لپاره په يوه اقدام سره د افغانستان شتمني ازاده کړي.
څلور مياشتې کيږي چې کيږي چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي او له هغه راوروسته امريکا د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالر کنګل کړل او تراوسه پورې يې دا پيسې نه دي ازادي کړې.
اوس تالبانپه دې لټه کې دي ترڅو د افغانستان په اړه يو ښه انځور نړيوالو ته وړاندې کړي خو تراوسه هيڅ يوه هېواد د تالبانو حکومت په رسميت نه دی پیژندلی او نه يې هم په وړاندې کوم اقدام کړی تالبان کوښښ کوي چې د امريکا رضايت ترلاسه کړي ولې تراوسه پورې امريکا د دوی هیڅ نه دي منلي.
تالبانو په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان کې د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي له امريکا او نړۍ وغوښتل چې د دوی حکومت په رسميت وپيژني او همدارنګه دي د يو ترحم له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.
Comments are closed.