د کابل پاسپورټ ریاست کې چاودنه وشوه
خبریال وېب پاڼه: څو شېبې وړاندې د کابل پاسپورټ ریاست مخې ته په ورودي دروزاه کې چاودنه شوه.
بل لورته د کورنیو چارو وزارت هم چاودنه تائيدوي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند وایي، چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د پآسپورټ ریاست ته ننوځي خو هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه یوړل شوی او تلفات نه لري.
بل لورته بیا د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند مبین وایي، چې یاده پېښه موټربم چاودنه وه.
عیني شاهدان بیا وایي چاودنه زوروره وه او تلفات هم لري.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پاسپورټ په ریاست کې د مراجعینو ګڼه ګوڼه بې حده ډېره شوې ده.
خو د پاسپورټ د وېش مسوولینو بیا د پنج شنبې ورځ یواځې د تالبانو لپاره ټاکلې ده، چې یواځې به دوی په دې ورځ پاسپورټ ترلاسه کوي.
د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
نور جزیات وروسته…
Comments are closed.