د عبدالله ټیم د سهامي حکومت طرحه منځګړې ډلې ته سپاري
خبریال وېب پاڼه/د ثبات او همپالنې ټیم وایي چې د همه شمول حکومت طرحه یې چمتو کړې او روانه اونۍ به یې منځګړې ډلې ته وسپاري.
د ډاکتر عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ټیم وایي چې د ګډ حکومت طرحه یې چمتو کړې ده او د همدې اونۍ تر پایه به یې حکومت ته د منځګړي ټیم له لوري ولېږي.
ویل کېږي په دغه طرحه کې چې د واک نیم په نیمه وېش جزیات وړاندې شوي دي، ورسره د مصالحې اجرایي صدارت هم غوښتل شوی دی.
د ټاکنو له پایلو اعلانولو وروسته څه د پاسه دوه میاشتې تېرې شوې دي خو د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس تر منځ د ک په سر را منځته شوې خلا تر اوسه هم حل شوې نه ده. په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر کرزي په مشرۍ یو شمېر سیاسیون او جهادي سټې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د ستونزې هواري ته را دانګلي دي.
دغې منځګړې ډلې که څه هم خپل پرمختګونه په ښکاره نه دي رسنیز کړی، خو یو شمېر غړو یې رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر او پخوانی اجرایه رییس تفاهم ته نیږدې شوي دي. د تفاهم له مخې به ډاکتر عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه اخلي او د ټیم مخکښو ته به یې په کابینه کې ځای ورکول کېږي.
د واک پر سر د ډاکتر عبدالله لخوا دا د چاڼه وهلو لومړی ځل نه دی، په ۲۰۱۴ ز کال او تر هغې د مخه په ۲۰۰۹ ز کال کې هم نوموړي له پخواني ولسمشر سره د واک په سر چاڼې وهلې وې.
دا چې په هېواد کې د کرونا له امله د یو لوی بشري ناورین اندېښنې زیاتې شوې دي او ورسره جوخت د حکومت خپلمنځي ستونزې زیاتې شوې او طالب اورپکو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، عام افغانان یې سخت انېښمن کړي دي.
ویل کېږي د ډاکتر عبدالله په ټاکنیزه ډله کې لا هم د واک پر سر ګڼ اختلافات موجود دي. یوه ډله یې د ټاکنو ابطال غواړي او د تېر حکومت په څېر د یو سهامي شرکت په را منځته کولو ټینګار کوي او یوه بله ډله د مصالحې شورا تر څنګ نور اجرایوي واکونه غواړي. د دوی تر منځ اوس هم خبرې روانې دي تر څو خپل منځي ستونزې هوارې کړي.
د ثبات او همپالنې ټیم وایي چې دغه طرحه به د یو ټول شموله حکومت لپاره لار هواره کړي. په ورته وخت کې نړیواله ټولنه او امریکا هم له افغان مشرانو غواړي چې خپل اختلافات حل او په هېواد کې د لویو سیاسي ستونزي هواري ته په یو ګډ دریځ را ودانګي.
د دغې طرحې جزیات لا هم په ډاګه شوي نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.