The news is by your side.

پاکستان د فحشاء مرکز/ ۴ کلونو کې پکې د جنسي تیريو ۱۴۰۰۰ پېښې ثبت شوي

خبریال وېب پاڼه: په پاکستان کې د بشري حقونو اړوند وزارت وایي، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په پاکستان کې د جنسي تیري تر ۱۴۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې یاد وزارت د پاکستان د پیپلز ګوند مشرانو د شویو پوښتنو په ځواب کې ویلي،چې په تېرو څلورو کلونو کې د مېرمنو پرضد د جنسي تېري او په کارځای کې د مېرمنو د ځورولو ۱۶۱۵۳ پېښې ثبت شوې دي.

سرچینې ویلي، چې په کارځای کې د مېرمنو د ځورولو پېښې ډول ډول دی، چې پکې د ځورولو ترڅنګ فزیکي، جنسي او روحي ډولونه یاد شوي دي.

د پاکستان د بشر حقونو وزارت ویلي، چې یواځې په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي تاوتریخوالي او په کار ځای کې د ځورولو ۵۰۴۸ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي او په خبره یې له دې وروسته هرکال ورته پېښې زیاتېدلې.

یاد وزات وایي، د جنسي تیریو د زیات شمېر له پلوه له پنجاب وروسته خیبر پښتونخوا په ۲۰۱۸ کال دوهم ځای درلود خو ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې سند دوهم ځای راخپل او خیبر پښتونخوا دریم ځای ته ښکته شوی دی.

سرچینې که څه هم د دې پېښو د مخنیوي برخه کې د خپلو هڅو یادونه هم کوي، خو د هيرا منډوي ور اخوا ورځ تر بلې پاکستان کې فحشاء زیاتېږي.

Comments are closed.

koi finance