The news is by your side.

کابل ښاریان: له تالبانو لومړیتوب ورک دی، بې ځایه ولس ځوروي

خبریال وېب پاڼه: د کابل یو شمېر ښاريانو د تالبان پر وروستۍ پرېکړې ، چې د کابل د موټر چلوونکو په اړه یې کړې سخت غبرګون ښودلی.

دوی وایي، چې ‏د امر بالمعروف وزارت له‌ خوا کابل کې موټر چلوونکو ته ځینې سپارښتنې شوي، چې دا چاره د دوی پر کمزورتیا دلالت کوي.

علي ګل، چې د حقوقو پوهنځي یې لوستی وایي، تالب مشران د دې پرځای، د ولس خدمت وکړي او دوی له لوږې وژغوري برعکس په بې ځایه پرېکړو وخت ضایع کوي او ولس ځوروي.

هغه لارښوونې، چې ‏د امر بالمعروف وزارت له ‌لوري پا کابل ښار کې موټر چلوونکو ته شوې دي ځینې یې دا دي:

ـ په موټرونو کې باید موسیقي بنده او هېڅ وانه ورئ.

 ـ هغه مېرمنې هم مه پورته کوئ، چې حجاب یې نه وي مراعت کړی.

ـ هغه مېرمنې مه پورته کوي، چې د محرم ورسره نه وي. او داسې نورې لارښوونې.

کابل ښاریان وایي، ځینې لارښوونې سمې دی لکه په موټرو کې د نشه یي توکو استعمال او د لېږد رالېږد مخنیوی، خو هغه یې، چې د ټولنې روان زیانمنوي باید تالبان یې مخنیوی وکړي.

دوی وایي، د تالبانو پر وړاندې د رسمیت پېژندنې د سختې پروسې ترڅنګ، چې ګاونډیان هم ترې انکار کوي، په کور د ننه د سم مدیریت چیلنجونه هم شتون لري، چې باید له ولس سره یې په همغږۍ ترسره کړي.

د دوی په باور که تالبان یواځې په خپله خوښه روان وي دوی به زیان وکړي.

دې چارې د ټولنیزو رسنیو فعالان هم په غوصه کړي او هغوی هم پرې سخت غبرګونونه ښودلي.

دوی هم ویلي، چې له تالبانو لومړيتوبونه ورک دي او یواځې په بې ځایه کارونو وخت ضایع کوي.

Comments are closed.

koi finance