د بايډن مرستیاله هم تالبانو ته په قهر شوه
خبريال ويب پاڼه/ د دوحې هوکړه او امريکا سره د تالبانو د تړونونو په هکله نظريې موجودې دي، امريکا تالبان تورن کړل چې ترسره شويو هوکړو ته ژمن نه دي او غواړي چې خپل سرې کارونه وکړي.
پرهمدې مهال د امريکا مرستيال ولسمشره کاميلا هاريس هم د تالبانو په هکله تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي تالبان څومره چې د امريکا تمه وه داسې و نه ځليدل.
کاميلا هاريس د افغان ښځو پر ژوند وږغيده او زياته يې کړه چې تالبانو د افغان ښځو ژوند ورته خراب کړی.
نوموړې زياته کړې چې نوي حکومت تر فشار لاندې راوستلي او له دباندې کار کولو څخه منعه کړې دي.
هغې وويل چې تالبانو د افغان ميرمنو په هکله د امريکا تمه نه ده پوره کړې او داسې ښکاري چې تالبان له ښځينه وو سره ناسم چلند کوي چې دا چاره امريکا ته د منلو وړ نه ده.
کاميلا هاريس وويل که هرڅه کيږي خو امريکا به افغان ميرمنو ملاتړ ته په هر حالت کې دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان هم د تالبانو پر تازه پريکړو چې د ښځو په هکله يې کړې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د تالبانو نوي قوانين د افغان ښځو د زنداني کیدو په معنی دي او داسې کار بايد ونه شي.
د تالبانو له واکمنۍ پوره څلور میاشتې تیریږي خو تراوسه پوري هیڅ یوه هېواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پیژندلی او نه هم کوم مشروعيت ورکول شوی.
د نړيوالې ټولنې تر ټولو مهم شرط او شرايط د افغان ښځو ازادي او د کار زدکړې حق ورکول دي چې تالبان له دې برخې فرمايشاتو سره خورا وران دي او نه يې مني، ځکه خو د تالبانو لپاره هم نړۍ تر اوسه نه ده اماده شوې چې مشروعيت ورکړي او په رسميت يې وپيژني.
Comments are closed.