The news is by your side.

تازه: چودري هند او افغان تالبان دښمنان وبلل او د جګړې اعلان يې وکړ

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان ورځ تر بلې د تالبانو په وړاندې جدي او له ګواښوونکو اکټونو کار اخلي.
څومره چې پاکستان د افغان جګړې پر مهال مرعت ساتی اوس يې نه ساتي، تازه د پاکستان د اطلاعاتو وزير د تالبانو په هکله تیزي او ګواښوونکي څرګندونې کړې.
فواد چودري د ښځو په هکله د تالبانو نوي قوانين چې نجونې زده کړې نه شي کولی يوازي سفر نه شي کولی او نور… د شاتګ نظريه بللې او دا يې د پاکستان لپاره خطر ګڼلی.
هغه وويل چې د پاکستان کيڼ او ښي اړخ ته دوه تندروه رژيمونه راغلي چې يو طرف ته يې افغانستان دی چیرته چې هلته تالبان واکمن دي.
د ده په وینا موږ د افغانستان د خلکو مرسته او ملاتړ کوو خو تالبانو ويلي چې دلته نجونې ښوونځيو ته نشي تلی يوازي سفر نه شي کولی کار نه شي کولی دا ډول فکر د پاکستان لپاره خطر دی.
کله چې چودري د ښي او کيڼ خبره وکړه نو يو طرف ته يې هند او بل ته يې افغانستان وښود، د ده په وینا دواړو طرفونو ته تندروه ورته ځای پرځای شوي او دا دواړه متشدد سوچونه دي د دې دواړو سره چې کومه جګړه ده دا د پاکستان اصل جګړه ده او پاکستان به دا جګړه ترسره کوي.
که څه هم داسې هیڅ فکر نه کیدی چې پاکستان دي دومره ژر تالبانو ته ګواښونه پيل کړي خو داسې وشول تندروه او د جګړې اعلان يې ورته وکړ، له کومې ورځې چې پر ډيورنډ لاین باندې د تالبانو او پاکستان ترمنځ ترينګلتيا وي رامنځته ته شوې له هغې ورځې پاکستان غواړي چې تالبان و ګواښي او په بد نوم يې ياد کړي.
د فواد چودري خبرو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی او ډير به هم نه وي چې تالب چاوواکي دي د پاکستانیو ځواب ورکړي ځکه تراوسه لا پوره احتمال شته چې د تالبانو کنټرول لاهم د پاکستان لاس کې دی

Comments are closed.