روسیې او تاجکستان پر افغان پوله خطرناکې وسلې ځای پر ځای کړې
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له راتګ وروسته د افغانستان په شمالي سرحدي سيمو کې د روسيې له ملاتړه برخمن هېوادونه اندېښنه لري چې دا اندېښنه اصل کې د روسيې ده.
تازه پوتین له امام علي رحمان سره غونډه کې د افغانستان د سرحد سره اوږدو کې پرحالت اندېښنه ښودلې، پوتين وويل دا هغه موضوع ده چې دی ورته اندېښمن دی او هر وخت له امام علي رحمان سره د همدې موضوع په هکله تماس کې دی.
د روسيې له لوري افغان پوله کې د تاجک ځواکونو د لومړۍ پروسې بشپړونه پرون وشوه او پوتين پر همدې موقع باندي بيا هم پر دې پوله خپله اندیښنه څرګنده کړې.
د ټاس اژانس د روسیې د سفیر ایګور لیاکین فرالوف له قوله ویلي، زغروال وسایط، تهاجمي وسلې او د «اس-۳۰۰» توغندیو یوه دستګاه په تاجکستان کې ځای پر ځای شوې دي.
روسیې سفیر ويلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
روسیه يوازي له افغانستانه د وسله والو ترهه ګرو د ورتګ ويره لري او په دې هکله يې وويل چې دوی په خپله اډه ۳۰ زغروال ټانکونه نور هم زيات کړل.
تراوسه پورې تالبانو ټولو نړيوالو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر ضد استعمال نه شي او داعش وسلوال دومره لوی ګواښ نه دی چې بهرنیو هیوادونو ته خطر پيښ کړي.
تاجکستان او روسیه په ګډه د افغان پولې امنيت ته اندېښمن دي ولې دا هېوادونه اوس مهال له تالبانو سره ښې اړيکې هم لري روسيې د تالبانو په پلوي څو ځله پر امريکا سخت انتقادونه کړي چې تالبانو يې هر کلی کړي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین څو ورځې وړاندې له امريکا وغوښتل چې تالبانو سره تعامل وکړي او د دې هېواد کنګل شوې پيسې ورته ازادي کړي ترڅو ډ افغانستان اوسنی وضعیت کنټرول او ښه شي تالبانو هم په بار بار له امريکا دا غوښتنه کړې.
Comments are closed.