The news is by your side.

تالبانو سره د قريشي بد معاشي موږ خاموش نه يو اغزن تار به لګوو

خبريال ويب پاڼه/ د اغزن تار مسله اوس کيدلی شي چې د تالب او پاکستان ترمنځ لوی بيلتون رامنځته کړی او دوی دواړه يې اخيري انتخاب جګړې ته درولي، خو دا چې څوک به ماتې خوري مالومه نه ده خو پاکستان بیا خطرناکه اعلان کړی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی چې د اغزن تار لګولو ته به دوام ورکوي.
قريشي وویل موږ خاموش نه يو د اغزن تار لګولو ته به ادامه ورکوو، او دا هڅې به مو روانې وي.
قريشي افغانستان ته د دوست هېواد خطاب وکړ او و يې ويل چې غواړو له ډيپلوماټيکو لارو چارو د اغزن تار لګولو پروژه بشپړول غواړو.
د قريشي په خبره يو شمېر کسان دا اغزن تار کاږي چې دا د پاکستان په ګټه نه ده او دوی به د پاکستان ګټي خوندي کوي.
د تالبانو په وړاندې پاکستان کې غبرګونونه
پر ټولنيزو رسنيو ډيري داسې ويډيوګانې چې پکښې تالبان تر سترګو کيږي او د ډيورنډ کرښې پر سر د پاکستان لګول شوی اغزن سیم ليري کوي چې دې ويډيوګانو د پاکستان په کور دننه زيات غبرګونونه را پارولي د دې هېواد وګړو له خپل دولته غوښتي چې د تالبانو په وړاندې دي جدي شي او د دوی د ټولو ترسره شويو کړنو پوښتنه وکړي.
په پاکستان کې اوس عامه ذهنيت داسې جوړ شوی چې پاکستان نور بايد له دې ډلې سره اړيکې پرې کړي.
د تالبانو دريځ
تالبانو ويلی چې پر ډيورنډ فرضي کرښې باندې د پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو ته په هیڅ صورت اجازه نه ورکوي او تل به يې مخنيوی کوي.
تالبانو له خپلې څلور میاشتنۍ واکمنۍ را وروسته له دريو ګاونډيو هېوادونو سره وسلوالې نښتې کړې چې پاکستان هم پکښي شامل دی.
د پاکستان په وړاندې په يو شمير ولايتونو کې محلي تالبانو خورا جديت ښودلی او جګړې ته ورته تيار دي

Comments are closed.