The news is by your side.

افغانستان کې سخت ژمی او بشري ناورین ته اندېښنې

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې واوره او باران ورېږي.

د زیاتو ورښتونو او واورې له امله ګڼې کورنۍ له سخت حالت سره مخې دي.

تازه ملګرو ملتونو هم د بیاځلې لپاره د افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې روان ورښتونه به بشري ناورین لا پراخه او شدید کړي.

سرچینې په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او روان ژمی دا وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

ملګري ملتونه وایي، چې  د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده، چې ښایي بېوزلي او فقر په لنډه موده کې نور هم پراخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې دوی اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي، خو سختو ورښتونو د ګڼو ولایتونو لارې بندې کړې، چې له دې وروسته به ډېری خلکو ته مرسته ونه رسېږي.

سرچینه بیاهم د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د مرستو رسولو د هڅو پر دوام ټینګار کوي.

د یادونې، چې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې اټکل کړی او دا درېیمه ورځ ده، چې په یو شمېر ولایتونو کې واوره او په یو شمېر نورو کې باران ورېږي.

د وروستیو راپورونو له مخې په یو شمېر ولایتونوکې واورې او ډېرو ورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

 

Comments are closed.

koi finance