The news is by your side.

ډيورنډ: مسله تالب نظاميان د سياسونو پرخلاف پاکستان د اغزن تار لګولو ته نه پريږدي

خبریال ويب پاڼه/ د پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه خبره تر جګړې رسيدلي دي.
پاکستان څه وايي؟
تازه اقدام کې پاکستاني پوځ په خپلو قولونو کې ويلي چې په پر هر قیمت کيږي نو دوی به د ډيورنډ کرښې دپاسه اغزن تار لګوي.
د پاکستان يوځ يوه وياند بابر افتخار د تالبانو او ډيورنډ پر مسله خبرې کړې او د اغزن تار په مورد يې ويلي چې د دې پروژې کار ۹۴ سلنه بشپړ شوی.
پاکستان ګواښ کړی چې پر ازغن تار يې سرتيرو وينې توی کړې او پر هر قیمت چې وي نو دوی به دا پروژه بشپړوي.
تالبان څه وایي؟
تالبانو تر دې وړاندې هم د پاکستان په وړاندې د خپل جديت خبره کړې.
په ختيځ زون کې د تالبانو د سرحدي قواوو قوماندان خبرداری ورکړی چې د پاکستان په وړاندې جدي دي او اجازه به ورنکړي چې پاکستان د اغزن تار لګولو لړۍ بشپړه کړي.
تالبانو خبر ورکړی چې د ډيورنډ پر امتيداد باندې يې د ۳۰ نويو پوستو د جوړولو لړۍ پیل کړې چې د پاکستان ملېشه وو د هرنګه تاسيساتو د جوړولو مخه ونيسي.
که څه هم پاکستان او تالبانو دواړو د ډيورنډ کرښې د جنجالي مسلې په هکله يو له بل سره د ډيپلوماتيکو اصولو پر رڼا کې ډ چلند خبره کړې خو پوځي برخه کې اړيکې ترنيکلې او د يوې لويي جګړې احتمال شتون لري.
عام افغانان څه وايي
د تالبانو خبره هيڅ اجازه به ورنکړي چې پاکستان دا اغزن تار ولکوي، عام افغانان هم همدا وايي چې په افغانستان کې هر دولت بايد د پاکستان په وړاندې له جديت څخه کار واخلي او د دوی په ژبه ځواب ورکړي ښايي هغه تالبان د خلکو له لوري وستايل شي چې د پاکستان په وړاندې جدي او د ازغزن تا لګولو اجازه نه ورکوي.
شننونکي څه وايي؟
عمومي نظريه داده چې تالبان او پاکستان يو تن او جيګر دي پاکستان به حتمي خپلې موخې پوره کوي او اغزن تار به تکمیل کيږي ځکه چې اوس هم د تالب مشرانو کورونو په پاکستان کې دي او د دې هېواد تر سختې اغيزې لاندې دي دي.
خو مهمه خبره داده چې په رښتينې ډول سره دا بايد مالومه کړل شي چې ايا تالبان دومره لوی کار چې د اغزن تار د پروژې مخ دی وکړای شي؟
دا ځواب په دې څه وخت کې په لاس راځي او ښايي د ډيورنډ مسله يوه لوبه او تالبان د خپل مردمي محبوبيت لپاره دا کارونه کوي مسله داده چې ايا د تالبانو د قول اردو په کچه يو قوماندان څومره په خپلو چارو کې خپلواک دی چې قومانده ورکړې او ګواښونه ختم کړي؟
د تالبانو لپاره رښتني ولي او همداسې د پاکستان په وړاندې په هره موضوع کې جديت د دوی د ولس خوښې حس را ژوندی کولای شي، خو که د تالب لاس له پاکستانه وخيژي.

Comments are closed.

koi finance