The news is by your side.

پوټبال: کندهار کې د هېواد په کچه د یوالي په نوم سيالۍ پيل شوې

خبريال ويب پاڼه/ په دې سيالیو کې د افغانستان د څلورو زونو لوبډلي، د ميوند اتلان، طوفان هريرود، شاهين اسمايي او سيمرغ البرز لوبډلي برخه لري.
د سياليو لومړۍ جاليبه او جزابه لوبه د میوند اتلانو او طوفان هريرود فوټبال لوبډلو ترمنځ وشوه، چې لوبه دوه د دوه په مقابل کي په مساوي ډول پای ته ورسېده.
د سیالیو دوهمه لوبه پرون د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز ترمنځ وه، چي یو صفر شاهین اسمايي لوبډلې وګټله.
نن به د میوند اتلان او شاهین اسمايي لوبډلې یو د بل په وړاندي خپل بخت و ازمايي.
دې سياليو ته د مرکز کابل څخه د فوټبال فدراسيون مسولين، د بدني روزني مشران، د کندهار ولايت مقام چارواکي او د نورو ولايتونو څخه يو شمېر نور مشران هم راغلي ول.
د سياليو کتو ته په زيات شمېر ننداره چيان هم راغلي وه، چي له دې جزابي لوبي څخه یې خوند اخیست.
دا به د تالبانو په واکمنۍ کې لومړی ځل وي چې د پوټبال لويي لوبې ترسره کيږي د دې ډلې په واکمنيدو سره د ورزش په ګډون ډيری برخې فلج شوې چې يوه يې هم د ورزش برخه ده.

Comments are closed.