The news is by your side.

انس حقاني يا د ناروې ځدراڼ له خپل سفره خوښ دی

خبريال ويب پاڼه/ انس حقاني چې د خپل بدنام نوم څخه يې د ناروې تګ لپاره له حقاني ځدراڼ شوی وو، له خپل دې سفر څخه خوښ بريښي.
انس حقاني چې ځان یې د کورنیو چارو وزارت مشاور معرفي کړی تازه يې له ملي ټلويزيون سره مرکه کړې، هغه وويل چې په اسلو کې يې د هېوادونو له استازو سره ناستې کړې او د دې تاثيرات به ډير ژر ښکاره شي، او دا له نړيوالو سره د وصلېدو تر ټولو مهم ګام وو.
د انس حقاني دا سفر اسلو ته هغه وخت جنجالي شو چې ناروې او ټول په دې خبر شول چې دی ځدراڼ نه بلکې حقاني دی يوه افغان ورځ پاڼه ليکوونکي د جنګي او بشري جنایت په تور انس د ناروې پوليسو ته معرفي کړ او کله چې ناروې د حقاني په اصليت خبره شوه نو بيا یې حيرانتيا وښوده او داسې مالومیږي که چيري انس حقاني وای نو به يې هيڅکله هم ورته د تلو اجازه نه وای ورکړې.
انس حقاني د سراج الدين حقاني ورور چې د حقاني شبکې مشري کې کوي او په تيرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې د لوړې مرګ ژوبلې بريدونو مسوليت همدې شبکې پر غاړه اخيستی.
په ۲۰۰۸ کال کې حقاني شبکې کابل کې پر سرينا هوټل برید وکړ چې هغه مهال د ناروې اوسني لومړي وزير يونس سټور هم هلته ستون درلودی کله چې سټور خبر شو چې حقاني هم د تالب پلاوي برخه ده نو يې حيرانتيا وښوده.
د ناروې په سفر کې که څه هم تالبان‌ يې ګټه بولي خو تالبانو ته دا وښودل شوه چې بايد په حتمي توګه پر خپلو ژمنو او تعهداتو ودريږي او مرعت يې کړي.
تالبانو اعلان وکړ چې د نوي پسرلي په راتګ سره به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د نړیوالې ټولنې همدا منظور دی چې تالبان خپل تعهدات عملي کړي د ښځو حقونه ورکړي بشري حقونو ته پای بنده پاتي شي او ژمنې عملي کړي.

Comments are closed.

koi finance