The news is by your side.

پنځو مياشتو کې د تالبانو لاس راوړنې، ناکامۍ د ولس غوښتنې او رسميت پيژندنه

خبریال ویب پاڼه/ د خبريال ويبپاڼي مشر ميرويس افغان په يوه ټلويزيوني بحث کې د تالبانو لاس راوړنې او ناکامۍ پرتله کړې.
د تيرکال اګسټ مياشت کې تالبان پر افغانستان واکمن آو د دوی په وينا حکومت يې جوړ کړ خو دا چې تالبانو خپله داسې فکر نه کاوه چې دوی دي په کوم ډول چې کابل ته ولاړ شي کابل ونيسي او نه هم بل چا داسې فکر کاوه چې داسې دي وشي.
خو دا هرڅه په څو ساعتونو کې وشول تالبان واکمن او دولت شو په عمومي ډول تالبان د ناکامیو سره لاس ته راوړنې هم لري ښاغلي میرویس افغان د تالبانو لاس ته راوړنې داسې بيان کړې چې تر‌ټولو لويه لاس ته راوړنه يې په اضطراري حالاتو کې د کابل او نورو ولايتونو امنيتي کنټرول وو، هغه تير انقلابونه چې رامنځ ته شوي او ياهم دومره لوی تحولات رامنځته کيدل نو حتمي به په کابل کې د خلکو شتمنۍ چور کيدلې او خلکو به زيان ليده ولې تالبانو وکړای شول چې هرڅه کنټرول او د‌ خلکو مال عزت او هرڅه خوندي کړي.
په ورته وخت بله لويه لاس ته راوړنه چې تالبانو ته بايد کريډيټ پرې ورکړل شي هغه د تير حکومت د۴ نيم لکو په شاوخوا کې د کارکوونکو مالي چلول دي چې تالبانو ورته وخت ناوخته پيسې ورکړې او د هغوی ستونزې يې پرې پوره کړلې خو دلته بحث د لاس ته راوړونو او ناکامیو دی که چيري په تېرو پنځو مياشتو کې د تالبانو لاس ته راوړنې د‌ دوی له ناکامیو سره پرتله شي نو تالبانو اشتباهات ډير زيات کړي دي هغوی لومړی په رسميت پيژندنه کې پاتي راغلي دوی په پنځه مياشتې ونشو کولای چې داخلي او نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي په دويم قدم يې بايد د پاکستان له اغېزې ځان ایستلی وای خو دا يې هم نه دي کړي کله چې لا د تالبانو حکومت نه وو جوړ نو د پاکستان د ای ايس ای مشر جنرال فيض حميد افغانستان ته سفر وکړ چې تالبانو ته يې زيات زيان پېښ کړ.
همدارنګه د دې هېواد د ملي امنيت سلاکار ولې د اترا مسؤلینو سره وينې چې دا خپله د يوه فشار ښکارندويي کوي.
تالبان اوس ډله نه حکومت دی يو شمېر تالبان اوس هم دا فکر کوي چې دوی یوه ډله ده، پاکستان سره بايد دوی د يوه هېواد غوندي چلند وکړي، تالبان دي داسې چلند نکوي چې حکومت يې بيا نړيږي او دی بايد ځان ته بيا د سرپناه ځای پيدا کړي د ملا یعقوب يوازنی د محبوبيت راز دادی چې ده خپل هرڅه افغانستان ته راوړي کورنۍ اولادونه او هرڅه.
پاکستان بيا غواړي چې د تالبانو خلاف جګړه پيل کړي دې هېواد پخوانیو يو شمېر نظامي ته ويلي وو چې پاکستان ته راشي او د تالبانو خلاف جګړه پيل کړي.
ښاغلي افغان د هند او پاکستان سياليو ته چې افغانستان کې لري په اشارې وويل چې تالبان‌ دي دا سيالي په خپله ګټه وکاروي او دواړه هېوادونه دي افغانستان کې بيارغونې او نورو دګټې کارونو ته راوغواړي.
همدارنګه د ګاونډيو کارنده کسانو پر ځای دي له نورو هېوادونو کاري ځواک وغوښتل شي ترڅو له نيوکو خلاص شي.
تالبانو اوس هم شمال کې ښځو ته د زده کړې کار او له کوره د را وتلو ازادي ورکړې او هرڅه عادي دي دوی باید په نورو ولايتونو کې داسې وکړي، خو دوی له لويه سره اشتباه شول چې په خپل راتګ سره يې د نجونو ښوونځي وتړل.
تالبانو دا هم ویلي چې د نجونو ښوونځي خلاصوي او د ټولشموله حکومت د جوړیدلو لپاره هم هيله مندي شته ځکه چې په دې وروسیتو کې د روغتونو د مشري لپاره د ميرمنو ګمارنې دوام لري.
د ټولشموله تعريف دادی چې تالبان د تير حکومت د ټولو قومونو هغه څېرې چې په فساد کې ښکیلې نه وې راولي او په دندو يې وګماري همدا رنګه د تير حکومت په فساد ککړو څېرو بیا راتګ هیچاته د منلو وړ نه دی.
د تالبانو اوسنۍ ناکامي د غچ اخيستلو ده چې د تير حکومت د پوځ او نورو صفوفو زيات کسان يې شهيدان کړي دي، ښايي دا د تالبانو د مشرانو نه وي خوښه ولې د دوی په صفوفو کې داسې خلک شته چې دا کارونه کوي.
تالب تر هرڅه وړاندې بايد افغان کړي د پاکستان له فشاره بايد ځان وکاږي کورنۍ له دې هېواده راولي او همدارنګه خپل وزيران بايد بې پوروټوکوله د نورو هېوادونو په څېر پاکستان ته هم پرې نه ږدي.
له بده مرغه د تالبانو د بهرنيو چارو د وزیر کور جايداد پطرول پمپونه هرڅه اوس هم پاکستان کې دي پر دې وزارت تور دادی چې دوی هرڅه د پاکستان په اشاره کوي تالبان باید بهرنيو چارو وزارت ته د ازاد فکر درلودلو يو سړی راولي چې د خلکو باور پرې پیدا شي.

Comments are closed.

koi finance