The news is by your side.

د بشر مدافعین د وږو تږو افغانانو میلیارډونه ډالر غلا کوي

خبريال ويب پاڼه/ آمریکا چې په نړۍ کې تر ټولو ځان د بشر نژدې مدافعین بولي او هر چاته هر هېواد ته د بشري حقونو د نقض او رعايت سپارښتنې کوي اوس د افغانستان له غريب بېوزله هېواد څخه هغه پيسې چې د افغان انسان وينه او ژوند ورسره تړلی او دوی کنګل کړې دي ترې شاوخوا در نيم ميليارده ډالر قبضه او د قربانیانو په نوم ترې ګټه وټه اخلي.
څو موده وړاندې امريکا اعلان وکړ چې د محکمې له پريکړې وروسته د افغانستان د کنګل شویو پيسو څخه یوه برخه د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د يوولسمي قربانیانو ته ورکوي چې اوس خبرې سرچینې د دې مالي پريکړې د کولو په هکله خبر ورکوي او داسې خبرونه دي چې امریکا به له نهه نيم ميليارده ډالرو څخه شاوخوا دريمه حيصه دريم ميليارده ډلر ترې په بډه کې کړي.
دا به د بشر په تاريخ کې د يوه بډايه هېواد له لوري چې ځان ته د بشر لومړی مدافع هم وايي له بشریت سره تر ټولو لویه دښمني وي.
آمریکا د نړۍ په کچه ویلي چې له افغانانو سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او دا يې هم ویلی چې د افغانستان بشري وضعيت خراب او بايد نړۍ ورسره مرسته وکړي خو دا ښکاره خبره ده که چیري امریکا د افغانستان کنګل پيسې ازادې کړي نو به ورسره سمدلاسه د افغانستان اقتصاد ښه او بشري وضعيت به بهبود پيدا کړي.
خو امریکا هیڅ کله داسې نه کوي ځکه چې دوی په واقعيت کې د بشر مدافعین نه بلکې سیاست لوبوونکې دي او هيڅ کله يې پر وږو تږو بیوزله افغانانو رحم نه راځي.
که چيري امريکا دا ګام پورته کوي نو په اصل کې به د نړۍ په کچه په سپینو جامو کې تور مخې داړه ماران وي، د نړۍ ټولو هیوادونو اړمنو افغانانو ملګري ملتونو او ټولو له امريکا وغوښتل چې دا کنګل پيسې ازادې کړې خو امريکا دا خبره و نه منله

Comments are closed.

koi finance