The news is by your side.

تالبان په نوې اردو کې پخوانيو نظامیانو ته ځای ورکوو

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو اعلان وکړ چې د دوی له لوري د نوې ۱۱۰ زره نوې اردو د د جوړلو کار په خورا چټکۍ سره روان دی چې ډیر ژر به تکمیل شي.
د تالبانو د صفوفو د تصفيې کمېسيون مشر لطف الله حکيمي چې نن يې خبريالانو ته مالومات ورکول وويل د نوې اردو په رامنځته کولو بوخت دي او د دوی دولت د تير حکومت هغه منسوبینو ته چې په جرايمو باندې ککړ نه وي هم ځای ورکوي.
د دوی په وینا چې د خپلو صفونو د تصفیې چارې يې بشپړې شوې او نور د صفوفو د تصفيې کميسيون وخت پای ته رسیدلی تالبانو وويل چې له دې وروسته به دا چارې نظامي کميسيون مخ ته وړي.
د مالوماتو له مخې دوی تراوسه پوري له څلور نیم زره زیات ناړمطلوب کسان له خپلو صفونو ايستلي.
نوموړي وويل چې د خپل چار په موده کې يې د خلکو څخه درې زره شکایتونه ثبت کړي دي.
د مالوماتو له مخې چې په دې موده د يادو شکايتونو پر اساس ۴۳۵۰ نامطلوب کسان په ګوته او د دوی له لیکو ايستل شوي دي پر دې شکایتونه پوره څېړنې هم ترسره شوې دي.
ښاغلي حکیمي وویل چې په دغه موده کې څه باندې ۳زره شکایتونه ثبت کړي دي.
حکيمي وويل له دې وروسته به د تصفيې چارې د تالبانو د امنيتي چارو کميسيون ته سپارل کېږي.
تاسې څه واياست آيا په رښتيا هم د تالبانو چال چلند چې بدلون راغلی له يو شمېر ولایتونو راپورونه دادي چې تالبان پخواني نظاميان په نښه او په عذابوي او همدارنګه د خپلو امرينو له امرونو سرغړونه کوي.
که څه هم د دوی د اصلاح لپاره دا کميسون رامنځته شو ولې تراوسه پورې هيڅ مثبت بدلون کې خلک خوشحاله کړي نه ترسترګو کېږي.
تالبانو په زيات شمېر ولایتونو کې پر اعتراضونو بنديز لګولی او که هرڅنګه وي خپل مخالفين يې ځپلي دي.
تراوسه پوري له پخوانيو نظامیانو سره د تالبانو چلند تر دښمني کم نه د‌ی هغوی پخواني نظاميان زنداني کړي شکنجه کړي او وژلي دي

Comments are closed.