د پاکستان د تپل شویو جهادونو بل مخ، د ګل بدين ملګري د ای ايس ای پخواني مشر ميليونونه ډالر غلا کړې
خبريال ويب پاڼه/ يو شمېر جرمني او امريکايي رسنيو راپورونه خپاره کړي چې د شوروي اتحاد د تيري پر وخت د افغان جهاد سره د امريکا له مرستو ميليونونه ډالر د هغه وخت د ای ايس ای مشر غلا کړي ول.
کله چې به امريکا د افغان مجاهدینو سره د روسیې پر ضد مرسته کوله نو هغه به ايس ای ای تنطيم کوله.
د ګل بدين صميمي ملګری اختر عبدالرحمن چې د ضياالحق د واکمنۍ پر مهال د ای ايس ای مشر وو، او د افغان جهاد سپه سالار هم وو د هغه زرګونو غلو په ليست کې دی چې د سويزرلينډ په بانکونو کې يې پټ اکونټونه افشا شوي.
مالومات ښيي چې د جرمني يوې ورځ پاڼې د اتلس زره پټو بانک اکونټونو مالومات د خبريالانو د تنطيم له نړيوالې ادارې ګارډين او نيويارک ټايمز ورځپاڼو سره شريک کړي.
راپور ښيي چې د ګل بدين ملګري اختر عبدالرحمن د خپلو دريو زامنو سره په شريک په ۱۹۸۵ کال د سويزرلينډ په کوم بانک کې پټ اکونټ جوړ کړی وو، چې تر ۲۰۱۰ کال پوري تر ۲ ميليونه پوري پيسې پکښې وې.
کله چې د افغان جهاد فتوا ورکوونکي اختر عبدالرحمن دا غلا افشا شوه نو په کور دننه د پاکستان يې يو شمېر غبرګونونه را وپارول يوه پاکستان خبريال مرتضی سولنګي وويل دا دی جهاد خاموش مجاهد چې همدا اختر باندې مشهور وو، پوره ۲۹ لکه ډالر د سويس په بانک کې د خپلو زامنو په نوم کړي دې ته وايي افغان جهاد.
اختر عبدالرحمن د افغان جګړې چې له روس سره ترسره کيدله له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۷ پوري د ای ايس ای مشر وو، او بيا د جنرال ضياء الحق سره يو ځای د الوتکي غورځیدلو په پايله کې ووژل شو.
جنرال اختر عبدالرحمن د ضياالحق نژدې ملګری او د افغان جهاد ټيکدار وو چې دلته ورسره د مسعود او ګل بدين په څېر ټوپک سالارانو ورسره نژدې اړيکې درلودې او په ډيرو ګټو يو له بل سره شريکان وو.
ګل بدين اوس هم تر هر چا زيات د پاکستان ګټو ته وفادار او تل يې د ای ايس ای د پخوانيو او اوسنيو مشرانو ننګه کړې.
Comments are closed.