The news is by your side.

د تالبانو حکومت له داخلي اختلافاتو او بهرنیو ټکرونو سره مخ دی

خبريال ويب پاڼه/ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ليکنه کې پر دې بحث کړی چې تالبان په خپله واکمني کې له کومو لویو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
دې ورځپاڼې وويل دا سمه ده چې تالبان دوه لسیزه وجنګيدل او مبارزه‌ يې وکړه ولې اوس چې واکمن شوي له داخلي اختلافاتو سره مخ دي.
جزيات وايي تالبان په خپلو منځونو کې پوره او ژور اختلافات لري چې يو طرف ته د کندهار تالبان چې‌ د ملا ه يب ت الله په ګډون پکښې ملا ي ع قوب م جاهد او ملا ورور اخوند شامل دي دا يو طرف بلل کیږي.
د ورځپاڼې د لیکنې ليکوال زياته کړې د تالبانو بله ډله د حقاني شبکې ډله ده چې د پاکستاني استخباراتو ای ايس ای سره نژدې اړيکې لري.
د جوړښتي لحاظه سرچېنې ويلي د کندهار ډله تالبان په هېواد کې دننه پر واک تمرکز کوي خو د حقاني ډلې پاليسي بيا په نړيوال جهاد پوري تړلې ده.
اوس پوښتنه داده چې د تالبانو قوي ډله يعني د ملا هي ب ت الله اخوند ډله ولې پر دې اعتراف نه کوي چې حقاني ډله يوه پېچلې او سيستماتيکه ډله ده چې د بهرنیو استخباراتو په مټ خپلې چارې مخ ته وړي او داسې مالوميږي چې له نړيوال تروريزم او ترورستي شبکو سره به پراخې اړيکې لري.
د حقاني شبکې د زيات شمېر غړو نومونه په تور لیست کې دي او دا مهال د يو شمېر هېوادونو تر تعقيب هم لاندې دي چې له ډاره يې مشر سراج الدين حقاني ان مخ هم نشي ښکاره کولی.
تراوسه پوري د تالبانو حکومت چې شپږ مياشتې يې تيريدونکي دي په رسميت نه دی پیژندل شوی او دوی همدا هڅه کوي چې ژر نړیوال مشروعيت ترلاسه او رسمي حکومتولي وکړي

Comments are closed.