The news is by your side.

متقي‌ د تالبانو حکومت ته د (اس لامي ام ارت) پر ځای اسلامي حکومت نوم ياد کړ

خبريال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د اسلام ی ام ارت جمهوريت او نورو نومونو پر سر لاهم نظرونه او کړکيچ موجود دی.
تالبان وايي د افغانستان ا،ا او نور وايي چې دا د منلو وړ نه ده ځکه چې په دې هکله لا له وړاندې نړيوالې ټولنې ويلي وو، چې دوی ته ا م ارت بیا د منلو وړ نه دی.
د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان مت قي په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلام ي ام ارت پر ځای اسلامي حکومت ويلي.
هغه وويل چې له ترکيې او قطر سره ښې اړيکې لري او دواړو هېوادونو ته‌ د کابل هوايي ډګر د سپارلو پروسه هم مخ ته ځي.
هغه وويل د زيات شمير هېوادونو مشرتابه زموږ د بهرنيو چارو وزارت سره رسمي تعامل لري موږ زيات شمېر سفارتونو ته ډيپلوماټان هم استولي او يو شمېر زاړه ډيپلوماټان هم شته چې نوي اسلامي حکومت ته پوره اطاعت کوي.
هغه د خلګو زنداني کيدلو ته په اشارې وويل چې حتمي ده يو دولت به څوک احضاروي بندي کوي ځکه حتمي ده چې پوښتنه وشی او په ټوله نړۍ کې داسې نظام نه دی رامنځته شوی چې څوک دي پکښې زنداني نه وي.
متقي وويل کومې ښځينه ژورناليستانې چې له دندو پر کور شوې هغوی ته رسنۍ امکانات نه ورکوي بايد د دې پړه پر موږ وا نه چول شي.
د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي آنتالیا غونډې وروسته دا څرګندونې کوي هغه جوته کړه چې نړۍ او ټولو هېوادونو سره رسمي اړيکې لري ګشت او ګذار لري.
تالبان لاهم مزل کوي ځان جوړوي د نړۍ له قوله تر اوسه دوی لاهم ځان نه دی جوړ جی کوم هېواد يې په رسميت وپېژني تراوسه لاهم يو شمیر هېوادونه تالبانو ته حکومت نه بلکې ډله وايي او يوازي او س له دوی سره تعامل روان دی

Comments are closed.

koi finance