The news is by your side.

د پاکستان او امريکا د دښمني پيل عمران خان پرې سخت تور پوري کړ

خبريال ویب پاڼه/ د پاکستان لومړی وزیر وروسته له هغه چې له سختو سیاسي فشارونو سره مخ دی اوس پر امریکا سخت تور پوري کړی او ويلي يې دي چې دا هېواد يې په بربادۍ خوښ دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وويل چې امريکا غواړي د ده حکومت ړنګ کړي.
هغه ويلي چې دا هېواد د پاکستان د يو شمېر سياسونو سره يوځای د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.
عمران ويلي امریکا هلته د دوی د سفیر په لاس يو ګواښوونکی ليک ور استولی او پکښې ويلي يې دي چې د عمران خان حکومت نور بايد دوام ونکړي.
ده امريکا ته په ګواښ سره وويل چې داسې کارونه دي نکوي ځکه پاکستان يو خپلواک هېواد دی او داسې چارې د خپل هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه بولي.
وروسته له هغه چې د پاکستان اپوزيسيون ګوندونو اتحاد وکړه او د دې هېواد په قامي اسمبلۍ کې يې په ګډه د عمران پر ضد د نه باور قرارداد وکړ، همدارنګه د عمران هغه ۱۱ څوکۍ چې د ملګرو يې وې اوس يې د حکومت له ملاتړه لاس اخيستی او د نه باور له قرارداد سره يو ځای شوي دي.
پاکستان به له سياسي کړکېچ څخه سالم ووزي او که به کوم پکښې له لاسه ورکړي داسې مالوميږي چې زوال راتلونکی دی.
د امریکا ښکېلتیا
د اکراين او روسيې د جګړې په هکله د پاکستان دريځ داسې مالوميږي چې په دې کې د روسيې پلوي کوي ځکه نو امريکا پاکستان ته په قهر ده او غواړي په دې هېواد کې هم له سياسي خرابې فضا څخه په ګټه اخيستنې د حکومت د ړنګولو هڅه وکړي.
تر اوسه پورې د عمران خان دې څرګندونو ته کوم امریکایي مقام غبرګون نه دی ښودلی خو ښايي خان ډیر ژر ځواب ترلاسه کړي.

Comments are closed.

koi finance