کابل کې د یوه بهرني هیواد سرتيري پوځي تمرينات کوي
خبريال ویب پاڼه/ له ناټو وروسته د کابل هوايي ډګر موضوع له جمهوریت تر ام ارته جنجالي همداسې پرته ولې په دې وروستيو کې د قطر او ترکیې دولت له لوري د دې هوايي ډګر د مسوليت په هکله راپورونه ورکول کيږي.
تالبان پر دې متفق شوي چې قطر او ترکیې ته د دې هوايي ډګر مسولیت چارې ور ترغاړې کړي دې دواړؤ هېوادونو هم ياده موضوع کې دلچسپي ښودلې او چمتوالی يې نیولی چې د کابل هوايي ډګر ټولې چارې پر زمه واخلي تالبانو په دې هکله له روسيې او قطر سره د خبرو څو ځله خبرداری هم ورکړ.
اوس تازه تالبانو کوم اعلان نه دی کړی چې د کابل هوايي ډګر چاته سپارل شوی خو يو شمېر سرچینو ویلي چې په کابل هوايي ډګر کې د قطر هېواد پوځيان د پوځي تمریناتو پر مهال لیدل شوي، تالبان ډير ځله داسې موضوعات له رسنیو پټ ساتي خو ښايي د کابل هوايي ډګر مسولیت لپاره قطر خپل سرتېري کابل ته استولي وي.
افغانستان بې بهرنیانو نه شو
څو مياشتې وړاندې د ۴۱ هېوادونو د سرتیرو کوربه وو، هغوی دلته شل کلونه تیر کړل او نور په خپل کار پسې ولاړل تالبان وایي موږ ټوله نړۍ ماته کړه او خپلواک شو خو داسې نه ده تالبانو پاکستانیان او اوس بیا د عربو بشري او پوځي ځواکونه را غوښتي ښايي ترکیه هم پوځیان واستوي او په دې سره به د افغانستان یو برخه په حتمي ډول سره اشغال وي.
تالبان باید دا درک کړي چې د امکاناتو نشت او له هېواده د خپلو کارونو تېښتې ته مجبورول د اشغال زمینه نوره هم مساعدوي
که څه هم تالبانو په خورا غرور سره وويل چې د دوی په ستون کې هیڅ بهرنی سرتیری بیا په کابل کې نه شي اوسیدلی خو اوس دا دوی مجبوريت شو چې د يوه دوه او دريو هېوادونو سرتيري به په همدې ښار کې ساتي او ساتنه به يې کوی
Comments are closed.