The news is by your side.

د تالبانو د اسلام او رښتوني اسلام تر منځ څومره توپیر دی؟

خبريال ویب پاڼه/ له کله چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي وخت ناوخته داسي فرنانونه صادروي چې د هغوی په خبره غواړي په افغانستان کې په پوره ډول اسلامي شریعت پلی کړی.

اوس پوښتنه دا ده چې د رښتوني اسلام، د هغه واقعي اسلام چې د ټولو اسلامي هيوادونو رسمي دین دی او د تالبانو د اسلام چې غواړي پر افغانستان يې نافذ کړي څومره توپیر دی.

د ټولې نړۍ دیني عالم په يوه نظر خو تالبان چې ډیری يې ځانته اسلامي علماو وايې په بل نظر دي.

له هغه وروسته دغو پوښتنو زور ونیو چې تالبانو غوښتل د اسلامي شريعت په نامه خپل اموامیر په افغانانو وتپي.

تالبانو څو ورځي وړاندي داسي فرمان صادر کړ چې د هغوی په وینا د اسلامي شریعت له مخي له شپږم ټولګي پورته انجوني د زده کړو حق نه لري.

نه يوازي دا چې تالبانو افغان انجوني ته د دوی د اسلامي شریعت له مخي له زده کړو منعه کړې بلکي د هغوی د اسلامي شریعت له مخي میرمني حق نه لري چې کار وکړي او دندې تر سره کړي.
تالبان په دې نظر دي چې میرمني حق نه لري له خپل کور څخه د باندي ووځي او یا کار وکړي.

څو ورځي وړاندي د اسلامي همکاريو د سازمان په ګډون د نړۍ ټولو دیني علماوو د تالبانو يادې کړنې وغندلي او هغه يې د تالبانو ناپوهي وبلله.
هغوی زیاته کړه چې اسلام نارینه او ښځینه دواړه ته د تعلیم او تعلم حق ورکړی د اسلامي علماوو په خبره دین ښځو ته دا حق هم ورکړی چې په اسلامي حجاب کې له کوره د باندي کار او يا دنده تر سره کړي.

هيره دې نه وي چې په کابل کې هم ګڼو دیني عالمان د تالبانو وروستۍ ګړنې د اسلام خلاف وبللي او د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند ته يې د يوه پر انستي لیک د ليږلو له لاري مشورې ورکړي چې د انجونو مکتبونه خلاص او هغه حق چې اسلام ورکړی دوی يې تر بې برخه نه کړي.

يوه دیني عالم مولوي عبدالواسع خبريال ویب پاڼې ته وویل چې د تالبانو ډيرې کړنې د اسلام خلاف او بلکې په دې نامه چې دا د اسلامي شریعت غوښتنه ده .
د مولوي عبدالواسع په خبره دا د اسلام د مبارک دین توهین دی.

يو بل دیني عالم د نوم نه ښودلو په شرط خبريال ویب پاڼې ته وویل چې تالبانو په نړۍ کې د اسلامي منفي تصوير وړاندي هغوی په دې کړنو سره خلک له اسلام څخه زړه توروي کوي.
دهغه په خبره چې د رښتوني اسلام او د تالبانو د اسلام ترمنځ بیخي زیات توپیر شتون لري.

دغه دیني عالم زياتوي چې تالبان خپلي مفکورې ته اسلام وايې چې دا د اسلام د سپیڅلي دین توهین او سپکاوی دی.

Comments are closed.

koi finance