ظریفې غفاري پر تالبانو د بنديزونو غوښتنه کړي
خبریال وېب پاڼه/ خبريال ويب پاڼې ته هغه اسنادونه په لاس ورغلي دي، چې پکې د ښځو د حقونو فعالې ظریفه غفاري له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې پر تالبانو د بندېزونو ولګوي. ظریفې غفارې د بندېزونو غوښتنه په یوه لیک کې کړې ده په ياد لیک کې یې لیکلي دي، چې د هغو میلیونونو افغان انجونو او ښځو په استازولۍ غوښتنه کوي، چې خپل ژوند په تیارو او بدبختیو کې تېروي.
اغلې غفاري د افغان انجونو ښوونځیو تړل کېدو ته په اشاره لیکلي دي، د یوې میاشت راهیسې د افغان انجونو منځنيو او لوړو ټولګیو زده کړې د تالبانو له لوري درول شوي دي او افغان انجونې هره شپه په دې هېله ویده کېږي، چې سهار به ښوونځیو ته ولاړې شي خو هر سهار د مایوسۍ اوښکې تویوي.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ځینو نورو نړیوالو ټولنو له لوري په افغانستان کې د انجونو زده کړو په وړاندې د تالبانو دریځ وغندل شو.
اغلې غفاري همدغو غندنو ته په اشاره لیکلي دي، چې نور د اعلامیو خپرولو وخت تېر دی او له دې وروسته باید د تالبانو په وړاندې عملي قدمونه واخیستل شي، هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر تالب مشرانو د بهرنیو سفرونو بندیز ولګوي او ګاونډیو هېوادونو کې یې شتمني کنګل کړي، تر څو پر تالبانو سیاسي فشار راشي او د ښځو زده کړو پر وړاندې له بندیزونو لاس واخلي.
ظریفه غفاري یوه له هغو افغانانو څخه ده، چې د اګست میاشت کې د تحولاتو وروسته د امریکا تحلیې پروګرام کې له افغانستان ګډواله شوه او بېرته په فبرورۍ میاشت کې په دې نیت افغانستان ته ستنه شوې ده، چې د افغانانو او خاص ډول د افغان ښځو تر څنګ و درېږي.
له هغه وروسته په نړيواله کچه پر تالبانو نیوکي زياتي شوي چې هغوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د ورتګ اجازه ورنه کړه شوه.
د تالبانو یاده کړنه هم د افغانستان په داخل او له هیواد بهر نړيوالو سخت غبرګونو را وپارول.
نړيوال بانګ د تالبانو د یادې کړنې په غبرګون په افغانستان کې د څه باندي ۶۰۰ ميلیونو په ارزښت خپلي دری لویی پروژې ودرولي.
هيره دې نه وي چې افغانستان کې د مدني فعالانو.په ګډون دیني عالمانو هم د تالبانو ياده کړنه د تالبانو خپله شخصي تګ لاره وبلله او هغوی د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له تالبانو په جدي ډول وغوښتل چې د انجونو پر مخ ښوونځي بیرته پرانیزي.
په کابل کې دیني عالمانو د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند ته په يوه استول شوي لیک کې ویلي چې ښځینه په اسلام کې د تعلیم او کار کولو مسلم حق لري.
Comments are closed.