ترکیه کې د مذهبي مشر څرګندونو لانجي پارولي
خبریال ډاټ کام: د ترکیي د دیني ملي ادارې مشر هغو څرګندونو نیوکی پارولي چې ویلي ول، همجنس بازان د کرونا د نارغۍ مسببین دي.
د ترکیې د دیني ادارې یا دیانت رییس علي ارباس، د اسلام په محافظه کاره تفسیر باندې شهرت لري.
هغه ویلي چې همجنس بازانو ته باید په ترکیه کې د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.
ترکیه داسي یو اسلامي هیواد دی چې پکې د هر دین پلویانو ترڅنګ د هرې جنسې ډلي پلویان هم اجازه لري تر څو د خپلي خوښي تمایالات په عامه توګه تمثیل کړي.
د اکثرو نورو مسایلو په باب د ده نظریات هم د هغه د منتقدینو په نظر له اوسني عصر او زمان سره مساعد نه دي.
د تیرې جمعې په ورځ د لمانځه په خطبه کې د ارباس دا نظریه چې همجنسبازي د کرونا د شیوع یو علت دی، د هغه دا ډول شهرت نور هم لوړ کړ.
هغه ویلي وو: «همجنسبازي او مخالف جنس ته تمایل نه لرل، نسلونه خرابوي او د دغه ډول ناروغیو لامل کیږي. اسلام پرهمجنسبازي باندي بد ویلي دي.
خو د ده دغه اظهارات بیا د مدني ټولنو او سیکولر سیستمدارانو هغه چې دین له سیاست څخه بیل بولي د قهر او غضب سبب ګرځیدلي دي.
د هغوی په نظر د ارباس نظریات د نفرت راپیدا کیدو او تبعیض سبب ګرځي.
خو بیا جمهور رییس رجب طیب اردوغان، د تیرې دوشنبې ورځې د کابینې په جلسه کې وویل: «دغه ارزیابي د اسلام او قرآن په نظر کې نیولو سره تر سره شوي ده.
هغه ټینګار وکړ چې د دیني ادارې د رییس اظهارات چې د ده تر مستقیمې ادارې لاندې قرار لري، د اوله څخه تر اخره پورې سم وه.
اردوغان ټولې نیوکې، په ځانګړې توګه د انقرې د مدافع وکیلانو د انجمن څرګندونې، په شدت سره رد کړې. دغه انجمن د دې دمخه د دیانت د ادارې د رییس اظهارات د اسلام او ترکیې د دولت په مقابل کې یو تعرض بللی وو. هغوی ویلي وه چي دیانت اداره غواړي، خلک یو دبل په مقابل کې سره واچوي. انجمن ویلي دي چې د هغه راهیسې چې ارباس د دیانت د ادارې ریاست پرغاړه اخیستی دا لومړی وار نه دی چي هغه ګواکي د همجنسبازۍ په اړه څرګندونې کوي، بلکه په وار وار یې د هغو کسانو څخه چې د کوچنیانو او ښځو پر ضد تشدد کوي، هم دفاع کړې ده.
د بلي خوا بیا د ارباس اوسني اظهارات د آلمان د یو تعداد سیاستمدارانو له نیوکو سره مخامخ سوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي مسایلو مسئول میشاييل روټ، ویلي دي چې د ارباس اظهاراتو یو وار بیا وښووله چې په ترکیه کې د اقلیت همجنسبازانو له پاره وضعیت سخت او آن خطرناکه شوی دی.
میرویس جلالزی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.