The news is by your side.

ضعیف: د تالبانو له ډيرو حقايقو پرده پورته کړې او پاکستان يې رټلی

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو د تيري دورې ډيپلوماټ او پاکستان کې د دوی سفير ملا عبدالسلام ضعیف په خپلو تازه څرګندونو کې پر تالبانو انتقاد هم کړی او د نجونو د زده کړو په هکله یې هم غبرګون ښودلی.
ضعیف وويل چې تالبان په اوسنۍ ډيپلوماسي کې بريالي هم دي او ناکامۍ هم لري د ده په وينا په پاکستان بايد باور نه شي او زياته يې کړه چې موږ ډير ژر او په نژدې وخت کې ټاکنې ونلرو ځکه کيدلی شي چې ونه شي.
د هغه د مرکې په دې لنډيز کې راغلي چې د نجونو ښوونځي بايد ژر تر ژره خلاص شي او په دې برخه کې ځنډ د منلو وړ نه دی.
هغه د تالبانو له لوري د سياسونو د دعوت کميسون ته په اشارې انتقاد وکړ او زياته يې کړه چې بايد داسې يو مستقل کميسون جوړ شوی وای چې نيمايي يې داسې کسان وای چې د مخالفینو هم پرې باور وای.
ضعیف پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې هغوی ځان په ټوليزه توګه باندي بريالی ګڼي او څوک چې پرې انتقاد کوي هغه زندان ته اچول کيږي.
تالبانو هغه وخت ځان ډير تاواني کړ چې د نجونو پر مخ يې ښوونځي وتړل د تالبانو دې پخواني غړي د تالبانو له دې پريکړې سره چې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې د زده کړو حق نلري مخالفت کړی او د زده کړو د دې بهير د ژر تر ژره پيل غوښتنه يې کړې ده.

Comments are closed.

koi finance