عمران خان: د پاکستان د اوسني حکومت پر وړاندي مبارزه جهاد دی
خبریال ويب پاڼه / د پاکستان بې واکه شوي لومړي وزير عمران خان په خپلو وروستيو څرګندونو کې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت توندې نیوکې وکړې. د هغه په خبره د اوسني حکومت پر وړاندي مبارزه چهاد دی ښاغلی خان زیاتوي چې د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت د امریکا له لوري پر پاکستان واکمن شو.
دی او پلويان به يې تر هغو په وړاندي مبارزه کوي تر څو چې يی له واکه نه وي لري کړي.
د تحریک انصاف په مشرۍ عمران خان پرون شپې مهال په پښور کې پوه ستره غونډه تر سره کړه په ياده غونډه کې ښاغلی خان نه يوازي په ملکي حکومت توندې نیوکي وکړي بلکې ددې هېواد پوځ يی هم دد په لرې کولو کې ملامت وباله.
هغه زياته کړه؛ چې ده کومه ګناه کړي وه چې په نیمه شپه کې له واکه لرې او پر ځای يی دد په خبره له بهره وارد شوی حکومت راوستل شو.
عمران خان تیره ورځ د پاکستان په پوځ هم نیوکې وکړې هغه وویل چې پوځ ډیموکراسي نشي ساتلی. د هغه په خبره که پوځ داسې بربنډي لاسونې کولي د پاکستان حالت نور هم خرابیدای شي.
د يادلو وړ ده چې د عمران خان د بې واکه کولو له ورځې راهسې د تحریک انصاف ګوند غړو او پلويانو د پاکستان په
ګڼو لويو ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل. د عمران خان په پلوي د نوي حکومت او پوځ پر ضد يې شعارونو ورکول.
د عمران خان د پلويانو له خوا په ټولو لاریونونو کې د پاکستاني پوځ خلاف شعارونه ورکول کیږي.
ددې لاریونونو په ځواب کې د پاکستان پوځ هم يوه اعلامیه خپره کړي وه او پکې ویل شوي چې پوځ باید په سیاسي مسایلو کې شکیل نه شي
د پوځ خپره شوي خبر پاڼه زياتوي چې د پاکستان پوځ نه غواړي د هيواد په سیاسې مسايلو کې ښکیل شي.
که څه هم د پاکستان پوځ په ښکاره وایې چې د هيواد په سياسي مسايلو کې نه غواړي ښکيل شي ، خو د سياسي شنوونکي په خبره د پاکستان ټولي سیاسي چارې ددې هيواد د پوځ په لاس کې دي.
د سياسي چارو کارپو او د پاکستان په حالاتو ژور نظر ساتونکی ياسین اوګان بیا وايې: د پاکستان په سياست کې تر تولو مهيم کردار ددې هيواد د پوځ دی.
ښاغلی اوګان زیاتوي چې د پوځ خوښه نه وي په پاکستان کې نه څوک حکومت کولای شي او نه هم په اقتدار راتللای شي.
باید وويل شي چې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت ته لويې ننګونې په مخ کې پرتې دي
Comments are closed.