طالبانو په کابل کې ځوان خبریال ظاهر څراغ نیولی
خبریال وېبپاڼه: ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د خبریال ظاهر څراغ پر کور برید کړی او هغه یې نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، نوموړی پر طالبانو د توندو نیوکو له امله نیول شوی دی.
د دې ترڅنګ د پنجرې ورځپاڼې ادارې رسنیو ته په یوه استول شوي لیک کې منلې چې د دې ورڅپاڼې د پښتو څانګې مسوول ظاهر څراغ د طالبانو استخباراتو له لوري نيول شوی دی.
دې ادارې له طالبانو د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.
ظاهر څراغ دمګړۍ د پنجرې ورځپاڼې د پښتو څانګې راپورټر او ايډيټر دی.
هغه د افغانستان مختلفو رسنيو سره له اوږدو کلونو راهيسې دندې ترسره کړي او د دې ترڅنګ د بشري حقونو فعال هم پاتې شوی.
په دې وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د خبريالانو او سياسي فعالانو د نيول کېدو راپورونه ورکړل شوي چې نړيوالو بشري ادارو پرې ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.
Comments are closed.