The news is by your side.

رووف خپله کيسه کړې او پلار يې پر اشرف غني او حکومت لوی تور پوري کړی

خبريال ویب پاڼه/ حاجي محمد نبي په خپلو تازه څرګندونو کې د تير حکومت يو شمېر کسان په دې تورن کړل چې د ده زوی يې اختطاف کړی وو.
هغه اشرف غني تورن کړ چې خپله يې د تښتوونکو ملاتړ کاوه.
هغه د کوم چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې د ده زوی د تیر حکومت يو شمېر کسانو اختطاف کړی وو.‌
د پلار سره ترخوا يې زوی عبدالرؤف هم تازه څرګندونې کړې د ده په وینا کله چې به د اختطاف ګرو د پيسو غوښتنه پوره نه شوه، نو دی به يې ډير زوروری او دی به ډیر نا اميده کيدی.
د ده په خبره چې زیات وخت به يې دوه وخته او ياهم درې وخته خواړه ورکول او پښې به يې ورته په ځنځيرونو تړلې وې.
کله چې عبدالرؤف تښتول کیده نو هغه مهال يې عمر ۹ کاله وو خو اوس چې بیرته کورته ستون شو عمر يې ۱۱ کاله پوره شوی ده کيسه وکړه کله چې به ناروغ کیده نو ډاکټر ته يې هیڅ لاس رسی نه وو.
د عبدالروف د خوشي کولو هیڅ هیله نه وه خو یو دم د تالبانو يو وياند وويل چې نن به ډیر ښه خبر وکړي او سمدلاسه یې د عبدالروف د تسلیمي مراسم ونیول چې د تالبانو د لومړي وزير مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دې مراسمو کې برخه واخسته کله چې عبدالرؤف يې کورنۍ ته ورسیده نو د کورنۍ د غړو له لوري يې اا زنده باد شعارونه بدرګه شول.
پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر عامو افغانانو غبرګونونه بیلابیل دي ځینې تالبان په دې برخه کې ستایي خو یو شمېرو بیا تور پوري کړ چې په دې اختطاف کې خپله د تالبانو غړي ښکېل ول.
تالبانو عبدالروف تسلیم کړ خو هیڅ يې روښآنه نکړه چې چا اختطاف کړی وو او هغه يې څنګه له اختطاف ګرو څخه خلاص کړ.

Comments are closed.

koi finance