The news is by your side.

حقاني ولي امریکان د ځان دوستان بولي د پردې تر شا نوي څه دي؟

خبريال ویب پاڼه/ د ظالمانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلال الدين حقاني د امریکا له يوه مشهور تلویزون سې اين اين سره په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي چې امریکا ته دوی د دوښمن په نظر نه ګوري بلکې دوی غواړي له امریکا ښې او دوستانه اړیکي وپالي.

دا چې ولي د جلال الدين حقاني نظر دومره ژر بدل شو په اړه يې لاندي څو مهم ټکي لوستلای شئ.

دی که امریکا دښمن نه بولی نو بیا:

١. کم نوی ایتلاف چې پاکستانیانو ورته جوړ کړی، ځکه تیره هفته د پاکستان د نوی حکومت مهم غړی د امریکا د استخباراتو او مهم کسانو سره امریکی کی لیده کاته کړي او پر مهمو مسلو يې بحث کړی.

٢. که جلال الدین حقاني د پاکستانيانو په مریته د نوی ایتلاف په دی صورت کی دی قوی شو نو بیا به کندهاری ت..البان ته دوه انتخابه پاتي وي یا به هغوی حکومت کوی او یاهم جنګ.

٣. که حقاني قوی شي نو په درې یا څلورو جبهو کی به پاکستان او امریکا په ملک کی دننه داخلی جنګونه شروع کوي چې له ډیر وخت نه راهسې د امریکا دا هیله او.اوس هم دا غواړي چې له يوې خوا د ظالمانو حکومت کومزوری او له بلې خوا د لنډو غرو په نامه د افغانستان د ټوټه کيدو او دلته د پوه ويشل شوي کمزوري فدرالي حکومت رامنځته کیدو لپاره لاره هوارول دي.

۴: د جلال الدین حقاني له دې مرکه یوه اونۍ مخکي د حقاني ډلي لوړپوړي چارواکي پاکستان ته غوښتل شوي تر په افغانستان کې روانو د منظموالي او له کنداري يا په اصطلاح د برادر له ډلي ځانونه څنګه خلاص کړي.

په افغانستان کې دا خبره مشهوره ده چې د حقاني ډله نسبتا اذاد خياله خو د پاکستان تر سخت تاثیر لاندي خو د برادر ډله چې ځان خپلواک ښي بیا سخته تنګ نظره او په فکري لحاظ پاته ډله ده.

په افغانستان کې چې کوم قیودات د ښځو او نارینه په ژوند لګول شوي دا ټول د ملا برادر د ډلي ابتکار دی.
ځکه څو ورځي مخکي د حقاني د ډلي تر ټولو لوړپوري چارواکي انس حقاني هم ظالمانو.د حکومت په امر بیلمعروف وزارت سخته نیوکې وکړي.
ښاغلي خقاني وويل موږ باید د اسلام په نامه خلک له دین څخه نفرت کولو ته اړ نه کړو د هغه په خبره اسلام متمدین ، سوله پال او د ژوند ټولو تړخونو ته جوړ دین.

٤. او که چټیات تری ویل شوي وي نو دغه یی ځای ده چې دا موضوع ښه په میډیا کی کاور شې که یی امریکا دښمن ندی نو بیا دومره انتحاریان، جنګونه د ملک ړنګیدل او د خلګو وژل دوی ولی وکړوو، تر څو دا ګوسفندی ولس پوه شی.

Comments are closed.

koi finance