The news is by your side.

د القاعده غړو د کابل په وزیر اکبرخان کې کورونه اخیستي

خبريال ویب پاڼه/ پر افغانستان د ط/لب ملیشو له واکمنيدو وروسته ګڼې تره ګرې ډلې افغانستان ته را ماتي شوي او دلته يې په بیلا بیلو ځایونو کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي .

تازه د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويل شوي چې د القاعده ډلي مشر ایمن الظاهري د ط/الب مليشو له مشر ملا هیبت/لله سره بیعت کړي او هغه یې د ټولې اسلامي نړۍ مشر او امیر بللی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې دالقاعده تره ګري شبکې يو شمیر غړو د کابل په تر ټولو مهيمه او ډیپلوماتیکه سمیه وزیر اکبر خان کې کورونه نیولي اوهلته له خپلو کورنيو سره اوسږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ط/الب ملیشو له واکمنيد وروسته يوازي د القاعده ۴۰۰ مهیم غړي د افغانستان جنوب او جنوب لويدیځو سمیو کې اوسي.
راپور زياتوي چې د القاعدې ډله پلان لري د افغانستان په ختيځ کونړ کې يو ځل خپل مرکزونه فعال کړي ویل شوي چې په يادو مرکزونو کې به ددې ډلې غړو ته روزنه ورکول او نور نوي خلک به هم يادې ډلې ته جذبوي.

القاعده هغه نړيواله تره ګره ډله ده چې د نړۍ په ګوډ ، ګوډ کې زرګونو انسانانو ته مرګ ژوبله اوړولی ده.

د ط/البانو تیر حکومت هم د همدې القاعده ډلي له لاسه ړنګ شو اوس دا دی بیا ط/الب ملیشې غواړي افغانستان يو ځل بیا د تره ګرو په ځاله بدل کړي په دې ډول کارونو سره او افغانستان په نړيواله سطحه له انزوا سره مخ کیدای شي .

که دا حالت همداسې روان وو افغانستان به بیا يو څل بیا له نړيوالو بنديزونو سره مخ شي او دلته به شته اقتصادي بحران نور هم زيات شي چې د يوي لوي فاجعې په څیر رامنځته کیدای شي.

نه يوازي د القاعدې شبکه په افغانستان کې د فعالیدو په حال کې ده بلکي نور ګڼي تره ګري ډلي افغانستان ته راستنې شوي او دلته يې خپل مرکزونه فعال کړي دي.
چې له هغو ډلي ازوبک ، او چیچن ، داعش او پاکستاني ط/ البان يادولای شو.

داسي ويل کیږي چې پاکستان په ط/الب ملیشو فشار راوړی چې پاکستاني ط/البان باید د افغانستان داسي سیمې ته ورلیږدوي چې له پاکستان سره په کرښه نه وي پراته .
د پاکستان پوځ او دط/الب ملیشو حکومت کوښښ کوي چې پاکستاني ط/البان د افغانستان شمال ته ولیږدوي.

بلو پلو بیا په دې وروستيو کې داعش خپل بريدونو پز ط/الب ملیشو ډیر کړي.

Comments are closed.

koi finance