The news is by your side.

پښتين: کابل ته تللي جرګه د ولس نه، بلکې د پوځ استازي دي

خبريال ویب پاڼه/ د پښتون ژرغورنې مشر منظور پښتین په خپلو ورستیو څرګندونکو کې ويلي دي چې له پاکستانې ط/البانو سره د مذکراتو لپاره تللي جرګه د ولس استازي نه بلکي د پاکستاني پوځ په غوښتنه او استازيتوب کابل ته تللي دي.

د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل: کابل ته د قبایلي مشرانو په نامه تللي جرګه د وزیرستان د خلکو استازیتوب نه کوي بلکې د هغه په خبره ياده جرګه د پاکستان په غوښتنه او د مذاکراتو لپاره ټاکل شوي خلک د پاکستان د پوځ استازيتوب کوي.

منظور پښتین زیاتوي د پاکستاني پوځ او ټي ټی پې په جګړه کې تر ټولو زیات تاوان د وزیرستان خلکو لیدلی په زرګونو خلک په شهیدان ، زخمیان او بې کوره شول. خو اوس يې فیصله د پاکستان پوځ او ټی ټي پې کوي هغه زياتوي چې په ياده جرګه د ولس له استازو هیڅ چاته اجازه نه ده ورکړل شوي .

له تیرو څو ورځو په کابل د ط/الب ملیشو په منځکړتوب د پاکستاني ط/البانو او پاکستاني پوځ تر منځ د سولي خبري اتري رواني دي .
چې په یادو مذاکراتو کې له کرښې هغې غاړي هم ځينې پښتانه مشرانو ګدون کړی دی.
ياد پلاوی له څو ورځو راهیسې د کابل په سرینا هوټل کې میشت دي.
د راپورونه له مخې پاکستاني ط/البانو او د پاکستانی پوځ تر منځ تر نا معلومي مودې پورې اوربند وشو.
د ټي ټي پي له شرطونو څځه تر ټولو مهيم هغه یې د پاکستاني پوځ له زندانونو څخه د هغوی د ټولو غړو خوشي کول په قبایلي سمیو کې د شرعت نافذيدل دي.

حتی داسي هم ويل کيږي چې پاکستاني ط/البان به د سولي له کولو وروسته د افغانستان شمال ته لیږدول کیږي او هلته به خپل مرکزونه جوړوي ..

د يادولو وړ ده چې د پاکستاني پوځ او پاکستاني ط/البانو تر منځ خبري اتري ډيره په پټه تر سره شوي حتی د پاکستان ملکي حکومت هم پرې نه دی خبر.
د پاکستان د پارلمان غړو انديښنه ښودلي وه چې که د پاکستان ملکي حکومت په خبرو کې ښکيل نشي د يادو خبرو پايلې به دوی او پاکستاني ولس ته د منلو نه وي.

له هغه وروسته د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ خبري چټکې شوي چې د يادې ډلې له خوا په يوه میاشت کې پر پاکستاني پوځ څو پرلپسې مرګوني بريدونو تر سره شول د يادو بريدونو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زيات پاکستاني پوځیان هلاک شوي وو.

 

Comments are closed.

koi finance