The news is by your side.

د ط/الب ملیشو په غوښتنه سبا په کابل کې لاريون تر سره کيږي

خبریال ویب پاڼه /په پام کې ده چې سبا له غرمې څ وروسته د ط/الب ملیشو په غوښتنه په کابل کې يو لاریون تر سره شي په ياد لاریون کې به تر ډیره ځوانان شتون ولري. د لاریون موخه د امریکا له خوا د ګنګل شوي روپو ازاده ول دي.

دغه لاریون د ځواک منګل په نامه د يوه ځوان په هڅو را منځته کيږي خو د لاریون اصلي سمبالوونکي ط/الب ملشې او دهغوی د بهرینو چاور وزارت په مرسته او لګښت تر سره کيږي.

ياد لاریون کې عام خلک د روپو په بدل کي غوښتل کيږي چې هر نفر ته له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ افغانیو په پام کې نیول شوي دي.
د يادولو وړ ده چې له تیرې يوې اونۍ راهسې ددې لاریون لپاره اماده ګي روانه وه خو خلک نه پیدا کيدل چې په لاریون کې د ط/الب ملیشو په ملا تړ په لاریون کې برخه واخلي.

د لاریون ترتیب کوونکو تر ډیره تاکید د ښوونځیو په زده کوونکو اوپوهنتون په محصیلنو باندي ګرځيدل له زده کوونکو او محصلینو يې غوښتل چې د ط/الب ملیشو په ملاتړ له دوی سره په لاریون کې ګډون وکړي.

داسې ویل کیږي چې د لاریون ل خو ط/الب ملیشو مجبوره شوي هغه کاریګر د روپو په بدل کې راولي او په ظاهره وښيی چې په لاریون کې عامو خلکو ګډون کړی دی.

ط/الب ملشې هغه ولس ته مراجعه کوي چې کله نوري لاري پرې ودریږي کنه تر دې مخکي په هيڅ يوه کار کې له ولس او خلکو سره مشوره نه ده کړي او نه یې افغان ولس ته د رایې او نه يې د نظر څرګندولو اجازه ورکړيده .

د ط/الب ملیشو له لوري په افغانستان کې د بیان په ازادۍ بندیز لګولی دی او هیڅ نشي کولای خبل نظر او فکر څرګند کړي.

د ط/الب ملیشو له لوري تر دې مخکې په ټولو هغو لاریونون بنديز لګولی چې د دوی په ضد او یا افغانان د خپل حق د غوښتلو لپاره راوتلي وو.

څو میاشتي وړاندي په کابل کې د هغې لاریون مخه دب کړه چې یو شمیر ځوانانو د پاکستان به ضد لاریون کولو د ط/البان خيل سرو له لوری ډیری مظاهره کوونکي ونیول او ځینو نورو ته سخت وهل او ټکولو ورکړل شول.
د یاد لاریون ترتیب کوونکي عظیم عظمی هم هغه په مهال په دې تورونیول شو چې ولي یې د پاکستان خلاف لاريون رپیل کړی دی.

د ياد ولو وړ ده چې عظیمي اوس هم د ط/البان په بند کې تر سختې شکجې لاندی دی.

Comments are closed.