The news is by your side.

ط/الب ملیشې د درنټي بند اوبو پاکستان ته خوشي کوي

خبریال ویب پاڼه / د ط/الب ملیشو له لوري د ننګرهار ولایت د درونتې بند اوبو د دريو ورځو لپاره پاکستان ته خوشي کوي.
په ننګرهار ولایت کې ط/الب ملیشو عامو خلکو ته ویلي ځکه د ياد بند اوبو پاکستان ته خوشي کوي تر څو ددغه بند د پاکارۍ چارې تر سره کړي.

خو عام خلک د ط/الب ملیشې دا خبره هسې يوه بهانه بولي د هغوی په خبره چې د درونتي د بند د پاکارۍ چارې دوه کاله مخکې تر سره شوي دي.
د ننګرهار ولایت یوه اوسيدونکې عاکف شينواري خبريال ويبپاڼې ته وویل چې دا د ط/البان یوه بهانه ده هغه وایې چې ط/الب ملیشو ته پاکستان امر کړی ځکه په اوس وخت کې پاکستان هیواد د اوبو له کمښت سره مخ ده او ياد هیواد د بريښنا له سخت پارچاو سره مخ دی.

د عاکف په خبره د اوبو بندونه هر کال نه پاکيږي بلکې له پنځو تر لسو کالو پوري يو ځل پاکيږي ديته ورته بندونو پاکيږي.

بايد وویل شي چې د پاکستان له لوري په افغانستان کې بربنډ تیری روان دی ددې هیواد له لوري د افغانستان شتمنۍ لوټ شوی او لا هم دغه کار په تیزۍ روان ده.
ددې هیواد سفیر په افغانستان کې د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف د افغانستان به ټولو چارو کې لاسوهنه کوي.

د ط/الب ملیشو له لوري دا لومړی ځل نه ده چې د افغانستان اوبو پاکستان ته خوشي کوي بلکي د دوی له لوري د کمال خان بند اوبه هم ایران هیواد ته خوشي کړل شوي ‎.
د هلمند ولایت کجکې بند اوبو هم ایران هیواد ته پريښودل شوي .

د یادولو وړ ده چې په نړیواله سحطه د اوبو کچه مخ په کمیدو ده هیوادونو کوښښ کوي خپلې د اوبو زیرمې خوندي کړي او په راتلوونکې کلونو کې تر استفاده وکړي.

خو له افغانستان څخه هره ورځ په زرګونو لیتره اوبو ایران او پاکستان ته په وړيا ډول روانې دي .
د شنوونکو په بارو افغانستان يو کرینز هیواد دی چې تر ډیره يې د خلکو ژوند به کرهڼه او مالدارۍ ولاړ دی.
که د اوبو دزیرمو ساتنه ونه شي دا هیواد به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شی .

که افغانستان خپلې اوبو مهار کړي له یوې خوا به افغانان په زرعت کې تر ګټه واخلي او له بلې خوا به د انرژی په توليد کې افغانستان په ځان بسیا شي .
اوس مهال افغانستان ته برښنا له کاونډیو هیوادونو ازبکستان او تاجکستان څخه را واریديږي.

Comments are closed.

koi finance