د حجیانو د روپو په غلا محکوم صديق چکری کابل ته راستون شو
خبريال ویب پاڼه / د ط/الب ملیشو د ارتباط کمیسون په بلنه د حج اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري افغانستان ته راستون شو.
ط/البان وايي، د دې ډلې د بهرنیو شخصیتونو د ارتباط کمیسون د هڅو په پایله کې د حج اوقافو پخوانی وزیر بېرته افغانستان ته راستون.
د ط/البانو په وینا. صدیق چکري افغانستان ته په راستنېدو د خوشحالي او ارامي احساس کوي.
ښاغلی چکري څو کاله وړاندې د اداري فساد د تورونو له امله له افغانستانه بریتانیا ته وتښتید .
محمد صدیق چکري هغه مهال د سترې محکمې له لورې له افغان حجیانو او د وزارت له بودیجې د ملیونو ډالرو د غلا په تور په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
صدیق چکري په پخواني حکومت کې یو لوړپوړی چارواکی و چې څو کاله وړاندې د اداري فساد او مالي تورونو له امله له افغانستانه بریتانیا ته ولاړ.
محمد صدیق چکري په ۲۰۰۸ کال کې د حامد کرزي په حکومت کې د حج او اوقافو وزیر و. ښاغلی چکري په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د مجاهدینو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر او همدارنګه د سرحدونو وزیر و.
نوموړی څه موده د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سلاکار هم و. په ۲۰۰۹ کال کې ښاغلی چکري او د حج او اوقافو وزارت یو شمېر نور چارواکي په فساد تورن شول، چې وروسته لویې څارنوالۍ د ښاغلي چکري د نیولو امر صادر کړ.
هغه مهال د حج او اوقافو وزارت يو کارکوونکى د حج له مراسمو څخه د راستنېدو پر مهال له ۳۵۰ دری نیم سوه زره ډالرو سره د کابل په هوايي ډګر کې ونيول شو. دغه پخواني چارواکي بیا محکمې ته وویل چې دا پیسې یې د حج او اوقافو د وزیر صدیق چکري په امر کابل ته راوړې دي.
ښاغلی چکري د حج او اوقافو وزارت له خزانې څخه په اختلاس او په سعودي عربستان کې د حاجیانو له استوګنې څخه د غلا او بډو په اخیستو تورن شوی دی. خو ښاغلي چکري تر محاکمې مخکې افغانستان پرېښود او برتانیې ته وتښتید.
وروسته له هغه چې صدیق چکري له افغانستانه ووت، د افغانستان لویې څارنوالۍ له انټرپول پولیسو وغوښتل چې هغه ونیسي.
د يادولو وړ ده چې ياد راستانه شوي افغان سیاستوالو په خپله د راتګ پلمې لټولي دیته په تمه وو چې څنګه به افغانستان ته ولاړ شې ، څوک به افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکړي .
دا ځکه ددې چارواکو په افغانستان کې ډيره سرمایه او کاروبار پاتي وو په سلوګونو کورونه ، مارکیټونه او ځمکې يې پاتي وي.
هغوی د خپلې مجبورۍ له مخې افغانستان ته راستانه شول . دوی نه د ط/البان په کیسه کې دي چې د دوی په راتګ به د هغوی حکومت ته داخلي مشروعیت ورکړي او نه د ملت په کسه کې دي چې د خپل ملت له ارمانونو سره يې لوبې وکړي بلکي دې چارواکو ته يوازې او يوازي خپلې شخصي ګټي مهيمې دي.
د
Comments are closed.