The news is by your side.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره د پکتیکا زلزله ځپلو ته د اوسېدو مېنې جوړوي

د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره یا UNHCR د 60 میلیونو ډالرو په اذزښت د افغانستان پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو خلکو د اوسېدو مېنې یا کورونه جوړوي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وروستیو شدیدو زلزلو له امله د ویجاړو شویو کورونو اوسیدونکو ته د نویو کورونو جوړولو چارې پرون جمعه پیل شوي.

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي، یاد کورونه به درې یا د پنځو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کورونو جوړېدو لپاره میاشت وړاندې سروې شوې چې په ترڅ کې یې زر کورونه لومړی په برمل او زر نور په ګیان ولسوالۍ کې جوړیږي خو د برمل ولسوالۍ کې د جوړېدو چارې پیل شوي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې وزارت زیاته کړې چې برمل ولسوالۍ کې د کورونو له جوړولو وروسته په ګیان کې د جوړولو چارې پیلوي، د جوړېدو لګښت د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره یا UNHCR ورکوي.

د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې دوه میاشتې وړاندې د شدیدې زلزلې له کبله په زرګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو شهیدان شول او له زرو ډېر د استوګنې کورونه ونړېدل.

Comments are closed.