The news is by your side.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې 9 پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پاکستانیو پوځیانو ټرافیکي پېښه کړې چې نهه پوځیان په کې مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

دا پېښه نن مازدیګر مهال رامنځته شوې، د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس د پاکستاني پوځیانو د کاروان یو حامل لارۍ په باغ ولسوالۍ کې چې د مانګ ماجري ته روان وو په لوړه لار کې یوې درې ته وغورځېد چې په پېښه کې نهه پوځیان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني پوځ چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته خبرو کې ویلي چې د لارۍ د غورځېدو پر مهال د موټر چلوونکي په ګډون اووه تنه وژل شوي وو خو د ټپیانو له ډلو هم دوه تنو په روغتون کې ساه ورکړې.

د پاکستان تر کنټرول کشمیر تر ډېره غرنۍ ساحې لري او وخت نا وخت په کې ورته سختې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.

Comments are closed.