The news is by your side.

جمهوریت ولي ړنګ شو؟ فرانسوي سفیر چوپتیا ماته کړه

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډېوېډ مارتینون د افغانستان په اړه په یوې نوې تلوېزیونې مرکه کې د جمهوریت د ړنګېدو لاملونه واضح کړل.

ډېوېډې مارتینون وایي دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی وم که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي نو طالبان به په بریالۍ توګه افغانستان بشپړ ونیسي. په همدې اساس موږ د جمهوریت له سقوط دوه میاشتې وړاندې خپل محلي همکاران له افغانستان وویستل.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر وایي، موږ د دوحې له تړون هم وړاندې په دې پوهېدو که امریکا له افغانستان ووځي، ناټو ځواکونه به په افغانستان کې د پاتې کېدلو انتخاب ونه کړي ځکه ناټو له امریکا پرته افغانستان کې مأموریت مخ ته نه شي وړلی.

ډېوېډ مارتینون وایي افغان حکومت د طالبانو سره د جګړې توان نه درلود ځکه ذخایر یې ختم وو او مهمات یې ډېر زر مصرف کړل حتی امریکا هم د وضعیت د تعقیب توان نه لرلو.

نوموړی وایي د دوحې له تړون مخکې یې افغان حکومت ته ویلي وو چې متوجه دې اوسي امریکا خامخا وتونکې ده. خو ولې هغوی نه منله حتی د تړون له لاسلیک کېدو وروسته یې هم انکار کاوه او ویل یې چې ټرمپ به د امریکا ټاکنې وبایلي، بایډن بریالی کیږي او بېرته به عادي وضعیت ته وګرځو.

ښاغلی ډېوېډ د جمهوریت د سقوط یو لامل فساد بولي، هغه وایي موږ پوهېدو پیسې غلا کیږي حکومت کې د مالي فساد له امله افغان سرتېرو ته په وخت خواړه، مهمات او معاش نه رسېده. او سرتېري ناهیلي کېدل حتی نه پوهېدل چې د څه لپاره جنګیږي.

نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم اشاره وکړه او د جمهوریت د څلور دورو ټاکنې یې تقلبي وګڼلې، د ولسمشرۍ اخري ټاکنو کې یې د ټاکنو کمېسیون له خوا د رایو بیا شمېرنه او د ولسمشر په توګه د اشرف غني اعلانول یې غیر عادلانه پرېکړه وګڼله. دا هم د سقوط له اصلي لاملونو وو.

هغه زیاتوي: “ما نه غوښتل د اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړم او ومې نه کړلو، زه د عبدالله عبدالله څنګ ته لاړم او هغه ته مې د افغان سولې خبرو د مسؤولیت اخیستو وړاندیز وکړو او بیا مې د پخلاینې ملي شورا د مشر په توګه مشوره ورکړه. د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه وشوه او عبدالله د سولې خبرو مسؤولیت په غاړه واخیست خو غني هوکړه لیک ته احترام نه لرلو او عبدالله ته یې اجازه ور نه کړه چې د سولې خبرې مخ ته یوسي حتی تر میاشتو میاشتو عبدالله ته اجازه ور نه کړه چې د ملي پخلاینې شورا د غړو نوملړ وروستی کړي.”

نوموړی وایي که د سولې خبرې همغه وخت پیل شوی وی اوس به لوبه دغسې نه وه تمامه شوې. ځکه امریکا او ناټو لا په افغانستان کې وو او افغان پوځ هم پیاوړی وو. خو طالبانو په هېڅ وخت کې د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لرله، او په دې بهانه چې د هوکړې موارد عملي کوي جعلي خبرې یې مخ ته وړلې.

د کابل د سقوط او د اشرف غني د ناڅاپي تګ په اړه وړاندې وایي، د اګسټ په 15 هر څه ډېر زر پېښ شول او موږ درک کړه چې له کابل دفاع ناممکنه ده، حتی په دې ورځ افغان نظامیانو هم خپلې پوځي جامې ویستې وې او په شخصي جامو کې ګرځېدل. ما ته د اشرف غني تګ حیرانوونکی نه وو، زه حیران شوم چې هغه پرته له هغو خلکو ووتلو چې نوموړي ته یې کار کولو غیر له یو څو سلاکارانو په ځانګړي توګه له فضلي او محب چې له هغه سره یو ځای وتښتېدل.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر وایي فکر نه کوم که د اشرف غني نه تګ څه بدل کړي وی او یا له کابل دفاع شوی وی.

ډېوېډ مارتینون د مرکې وروستیو کې افغانستان کې د برحاله بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو وضعیت ته په کتو سخته ده چې د افغانستان د راتلونکي لپاره هیله مند واوسو. د افغانستان وضعیت وخیم دی، اقتصاد یې ډېر خراب دب نه تنها سیاسي وضعیت له امله بلکې د وچکالۍ له امله هم، او کله چې طالبان وایي مرستې ته اړتیا لرو، معلومه ده چې لومړیتوب یې پر افغان ښځو د فشار راوړل دي نو څنګه به یو هېواد وکولی شي چې د خپل نفوذ له نیمایي برخې پرته پرمختګ ته هیله مند واوسي. جمهوریت د ښځو لپاره د زده کړو ښه سېستم درلود، په واک کې یې ډېره برخه ورکړې وه او دا هغه څه دي چې سترګې پرې نه شي پټېدی.

Comments are closed.