The news is by your side.

د پاکستاني مولانا فضل الرحمن د ګوند مهم غړی پکتیکا کې لیدل شوی

د پاکستاني مولا فضل الرحمن د ګوند مهم غړی او د پاکستان قومي اسمبلۍ غړی ملا صلاح الدین ایوبي پکتیکا کې لیدل شوی.

د نوموړي عکس ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي او ویل کیږي چې پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو سره لیدلي.

ملا صلاح الدین د پکتیکا زلزله ځپلو ته ژمنه ورکړې چې دوی سره د همکارۍ په موخه به یې ستونزې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړي او د اوس لپاره یې همدا له وسې ده.

د طالبانو حکومت له پیل سره افغانستان ته د پاکستاني حکومت د چارواکو، خبریالانو او اتباعو تګ راتګ هم ډېر شوی، چې ډېری افغانان یې په ښه نیت نه ګڼي.

په ورته مهال د طالبانو د حکومت مطبوعاتي غړي ملا عبدالحکیم هم څو ورځې وړاندې په یو تلوېزیوني بحث کې ویلي وو، د طالبانو د حکومت زیات شمېر کارکوونکي د پاکستان تابعیت لري.

هغه د شمشاد تلوېزیون د تودو خبرو خپرونې بحث کې اعتراف کړی و چې د طالبانو حکومت کې داسې کسان هم شته چې د پاکستان حکومت کې دندې لري او یا هغو سره ډېرې نږدې اړیکې لري، که طالبان خپلې پالېسۍ ته بدلون ور نه کړي او له حکومت ورته کسان لېرې نه کړي لا به منزوي شي.

د طالبانو د حکومت لوړ پوړي چارواکي په پاکستان کې کورونه او شتمنۍ لري، تر دې مهاله یې هم کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي او اولادونه یې په نړیوالو پوهنتونونو کې زده کړې کوي، دا هغه څه دي چې د افغان ولس باور یې پر طالبانو او حکومت یې خام کړی.

Comments are closed.

koi finance