The news is by your side.

طالبان د وهابیت په نوم کسان له دندې لېرې کوي

د پکتیکا ولایت د طالبانو د حج او اوقافو ریاست غواړي هغه کسان چې وهابیان دي یا د وهابیانو په نوم تورن دي پکتیکا کې له دندو لېرې کړي.

یاد ریاست د پکتیکا جاني خېلو ولسوالۍ ته په استولي مکتوب کې لیکلي: هغه کسان چې پر وهابیت تورن دي، له دندو دې ګوښه شي.

د پکتیکا د طاابانو د حج او اوقافو ریاست له ولایت مقام هم په یو لیک کې په کلکه غوښتنه کړې چې حتی له وهابیانو سره اړیکې لرونکې کسان دې هم له دندو ګوښه کړی شي.

د طالبانو له دې کار داسې څرګندیږي چې په افغانستان کې په وروستیو کې د وهابیانو پر وړاندې تاوتریخوالی، وژل او تری تم کولو کې طالبان لاس لري.

دوه میاشتې وړاندې د سلفي مذهب یا وهابیان مشهور او ستر دیني عالم او شخصیت سردار ولي ثاقب هم په کابل کې په مرموز ډول په شهادت ورسېد.

سردار ولي ثاقب په وروستیو کې له طالبانو سره هم بیعت کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې د داعشو په نوم دې د سلفي یا وهابي ځوانانو د نیولو او وژلو مخنیوی وکړي.

طالبانو د خپل اوسني رژیم پر مهال هم د داعش ډلې او ورانکارو په نوم ډېر وهابي ځوانان نیولي او تر اوسه یې مړی او ژوندی ورک دی.

Comments are closed.