The news is by your side.

اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت د طالبانو بیرغ پورته شو

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له ودانۍ د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لېرې شو او پر ځای یې د طالبانو سپین بیرغ پورته شو.

لومړنی هېواد پاکستان شو چې د افغانستان په سفارت د طالبانو سپین بیرغ په کې پورته شو.

که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د افغانستان سفارت یې د طالبانو بیرغ ورپاوه. د یادونې وړ ده چې پاکستان د افغانستان د سفارت چارې لا له وړاندې د طالبانو لاس کې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت او بیرغ په رسمیت نه دی پېژندلی، لا هم په نړیوالو دریځونو درې رنګه ملي بیرغ ولاړ وي او په افغانستان دننه او بهر افغانان درې رنګه بیرغ د ملي ګڼي.

خو طالبان لا هم په حکومتي ادارو او غونډو کې خپل سپین بیرغ دروي او ولس د ملي بیرغ له امله ځوروي او شکنجه کوي.

په ورته مهال تېره اوونۍ د افغانستان د خپلواکۍ 103مې کالیزې جشنونو پر مهال هم طالبانو عام خلک د ملي بیرغ په سر ګواښلي او وهلي دي.

Comments are closed.

koi finance